بهاولپور11اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د بهاولپور دورې په مهال په ??سلاميه پوهن??ون كښې د نېشنل کاټن بريډنګ انسټيټيوټ پشمول د بېلا بېلو منصوبو پرانسته كړې ۔ د شورو په ورځ وزيراعظم په پوهن??ون كښې د نړيوال معيار تدريسي سهولتونو لرونكې نرسنګ كالج پرانسته وكړه، نرسنګ کالج به نه يوازې په منطقه كښې د نرسنګ پحقله د موجوده افرادي قوت استعداد زياتولو له مرستياله وګرځي بلكې د سوئيلي پنجاب ځوانانو لپاره به د روزګار موقع وركولو لپاره هم ګټور وګرځي۔ وزيراعظم د كرکټ ودې لپاره د جوړ كړے شوي د اسلاميه يونيورسټۍ په ??غداد الجديد کېمپسكښې د كركټ د لوبغالي پرانسته هم وكړه۔ د دې نه علاوه وزيراعظم د اسلاميه پوهن??ون د توان حاجت ترسره كولو لپاره د 2.5 مېګاٶاټ سولر منصوبې هم پرانسته وكړه٬ منصوبهبه نه يوازېد پوهن??ون ضرورتونه د ترسره كولو استعداد لري بلكې دې څخه ترلاسه كېدونكې اضافې برېښنا به مېپكو ته وركولې شي، منصوبې څخه ترلاسه كېدونكې برېښنا يو يونټ به يوازې په 1.7 روپۍ ترلاسه شي او په 25 كاله كښې به دا منصوبه په مجموعي توګه قامي خزانې ته 45 كروره 50 لكه روپۍ ګټه ورسوي٬ دا به نه يوازې نورو پوهنتونون لپاره د لارې مشال وګرځي بلكې د پوهن??ون زده كوٶنكو ته به د عملي تعليم او مشاهدې موقعې هم په لاس وركړي۔ په ??هاولپور ډويژن كښې د پومبې فصل د اهميت ل?? مخې وزيراعظم په ??سلاميه پوهن??ون كښې د نېشنل کاټن بريډنګ انسټيټيوټ هم پرانسته وكړه٬ اداره د پومبې فصل د لږ?? وسائلو باوجود زيات پېداوار تر لاسه كولو لپاره د تحقيق د لارې د پومبې په كر كښې جديديت راولي۔ د دې نه علاوه وزيراعظم د انټر کراپنګ ريسرچ سنټر هم پرانسته كړې چرته چې په ??بتدائي توګه د سټرپ انټر کراپنګ د لارې د سويا بين او جوارو پېداوار په زياتولو تحقيق روان دے٬ ذكر شوې تكنيك سره به د جوارو كر متاثره كولو نه غېر د سويابين پېداوار زياتولو لپاره مرستياله وګرځي٬ د سويا بين پېداوار كښې زياتوالي سره به د كروندګرو آمدن ويات شي٬ په ??رآمدات كښې به كمےراشي او خوراكي تېلو كښې به پاكستان تر ډېره حده خودكفيل كړے شي