اسلام آباد16جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د پاكستان الېكټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټۍ(پېمرا) ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ كاروائي كېږي ٬ تر اوسه د نزدې 28 اشتهارونو او ډرامو په ضد كاروائي شوې ٬ فحاشۍ ته وده نشي وركولې كېدې٬ په د?? د ??پريم كورټ واضح هدايات موجود دي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په ټېلي ويژن چېنلز د بې حيائۍ په اړه د مولانا عبدالاكبر چترالي ، محمد انور، شاهده اختر علي، عبدالشكور او د صلاح الدين ايوبي د پام راګرځونې د نوټس په ځواب فرخ حبيب ووئيل د پېمرا بشپړه ضابطه اخل??ق موجود دے او په كال 2013 كښې ئ?? د ??پريم كورټ په وېنا ضابطه اخل??ق مرتب كړے ؤ او د دې له مخې 365 شوكاز نوټس جاري كړے شوي او د نزدې 28 اشتهارونو او ډرامو په ضد كاروائي شوې٬ په دې لړ كښې تر لس لكه روپو جر??انې لګېدې شي او تر اوسه د 2.5 كروړه روپو جر??انې لګولې شوي۔ ده ووئيل پېمرا ته امر شوے چې بله اونۍ كښې دې ټولو چېنلز ته اېډوائزري جاري ك??ي ??و د دې كاپي به دې اېوان ته هم وړاندې كړې شي۔ د مولانا عبدالاكبر چترالي د پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه څوك د خاص چېنل يا ډرامې په ضد اعتراض لري نو درخواست دې جمع كړي د ھغې په ضد به كاروائي كولې شي٬ په پېمرا كښې دكونسل آف كمپلينټطريقه كار موجود دے او په ماضي كښې هم په درخواستونو كاروائي شوې ٬ كه د پېمرا د كوډ آف كنډكټ خلاف وزي كېږي نو د ھغوي په ضد به كاروائي كولې شي۔د مولانا محمد انور د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دكوډ آف كنډكټ پارټ تھري ډېر واضح دے، د د?? د ??لاف ورزۍ په ضد د پېمرا له مخې په سمدستي توګه اېكشن اخستلے كېږي۔ ده ووئيل مونږ به هڅه كوٶ چې زمونږ د اقدارو او رواياتو خلاف ورزي ونه شي۔ د شاهده اختر علي د پوښتنې په ځواب وزير مملكت ووئيل د پېمرا له مخې د مانيټرنګ بشپړ نظام موجود دے۔ د دې نه وړاندې په ډرامه او ?? اشتهارات پحقله په اعتراضات ھغه د آن ايئر كېدو نه ايسار كړے شوي او د اعتراض وړ متن لرې كولو سره ډرامې او اشتهارات جاري كړې شوي، مونږ ھغه كوٶ چ?? د ??ائے د اظهار آزادي هم متاثره نشي او د پېمرا قوانين هم باوري كړے شي۔ فرخ حبيب ووئيل د غړو په راتلونكې اونۍ كښې د پېمرا دورې لپاره به انتظامات كولې شي دغسې چې ھغوي هلته خپله په دې لړ كښ?? د ??ريقه كار جاج واخلي۔ د سيد محمود شاه او صلاح الدين ايوبي د پوښتنې په ځواب وزير مملكت ووئيل دډرامې او اشتهارات متن زمونږ د بنيادي اساس او رواياتو له مخې پكار دے۔ ده ووئيل پارلمان زمونږ د اجتماعي دانش مركز دے٬ په دې لړ كښې تجويزونه او رائے رامخې ته كېدل پكار دي، فحاشۍ ته وده نشي وركولې كېدې٬ په دې لړ كښ?? د ??پريم كورټ واضح هدايات موجود دي٬ د دې نه پس ډپټي سپيكر دا معامله اطلاعات او خپرونو لپاره قائمه كمېټۍ ته وسپارله