اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د قومي احتساب بېورو (نېب) چيئرم??ن جسټس (ر) جاوېد اقبال د ګل په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے او د سېنېټ چيئرمېن ته ئې د نېب كلن رپورټ (2020) وړاندې كړے۔ جسټس (ر) جاوېد اقبال د سېنېټ چيئرمېن هېواد كښی د روان احتسابي عمل په اړه خبرولو كښې ووئيل هېواد كښې د احتساب عمل زيات سپېځلے او ??عاله جوړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل د احتساب په عمل كښې دې سپېځلتيا په هر حال په ځاې وساتلې شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې د احتسابي عمل په بهانه د تاجرانو او سرمايه كارو د ځورولو تاثر دې لرې كړی شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كرپشن ختمولو سره به سوداګرې ورورولۍ ته په زړه پورې چاپېرچل ترلاسه شي چې ورسره به هېواد كښې تجارت او سرمايه كاري وده وكړي۔ د نېب چيئرمېن ووئيل د پارليماني غړو ٬ اړوندو همكارانو او ??اروباري ډلو لخوا به د غوره وړاندېزونو هركلے كولے شي۔ هغه ووئيل د احتساب عمل نه بايد څوك يره ونه لري۔ د قامي احتساب بېورو ايجنډا د ??اك??تان پرمختګ او سوكالۍ له په زړه پورې او د كرپشن نه پاك چاپېرچل رامخې ته كول دي۔