اسلام آباد۔23جون(اے پی پی) د كېنيا چيف آف ډيفنس فورسز جنرل رابرټ كا??يوكي كيبوچي په اسلام آباد كښې د نيول هېډكوار??رز دوره كړې او امير البحر اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره ئې ملاقات كړے ۔د پاك بحريه لخوا جاري پرېس رېليز له مخې نيول هېډكوار??رز ته په رسېدو چيف آف دي نيول سټاف د هغه هركلےوكړو او د پاك بحريه چټك ډلې هغه ته سلامي وړاندې كړه۔دغسې خاص مېلمه يې د نيول هېډكوار??رز پرنسپل سټاف افسرانو سره معارفي كړے شو ۔د دې نه پس جنرل رابرټ كا??يوكي كيبوچي چيف آف دي نيول سټاف سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په ميري ټائم سېكورټي٬استحكام او شريكې مرستې په چارو خبرې وشوې۔چيف آف دي نيول سټاف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان عزم او په منطقه كښې په سمندري امنيت او د امن لپاره د پاك بحريه په خذمات رڼا واچوله۔دواړو مشرانو په بېلو دفاعي معاملاتو كښې د شريكې مرستې په زياتوالي د رضامندۍ څرګندونه وكړه۔د كينيا چيف آف ډيفنس فورسز اوسنۍ دورې څخه هيله ??ه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه عموما ً او د دواړو سمندري ځواكونو ترمينځه به خاص مرستې ته لا وده ترلاسه شي