اسلام آباد18جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي په 6 كالو كښې د زرمبادله پانګې د 9ارب?? ډالرو نه زياتېدو سره 16 ارب?? ډالره ته رسېدلې دي٬ سږ كال به حكومت 3.50 ارب?? ډالره قرض اخلي كوم به چې د تاريخ د ټولو نه كم وي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د بجټ په ??قرير كښې د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب كښې حماد اظهر ووئيل د قرض بېرته وركولو شرح هم ډېره زياته ده٬ د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې شرح نمو دا مهال نزدې 4 فيصده ده۔ د دې وباء په مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ به نه يوازې خلق بچ كوٶ بلكې روزګار به هم بچ كوٶ ٬ د وزيراعظم په ??ې پالېسۍ ډېر تنقيد هم شوے خو اوس د امريكې نه تر برتانيه زمونږ د لائحې ډاډګيرنه كېږي۔ ده ووئيل د كرونا په مهال حكومت د لوي امدادي پېكج اعلان وكړو٬ هغه ووئيل د ګاونډي هېواد په مقابله كښې د پاكستان وضعه ډېره په ??ړه پ??رې ده۔ زمونږ د شرح نمو سفر جاري دے٬ سږ كال به د دې بشپړه او كوټلې شرح نمو په ??نياد مخ په وړاندې تګ كوٶ۔ ده ووئيل زمونږ صنعتونه 12.9 فيصده شرحې سره تر??ي كوي٬ آټو، سيمنټ، يوريا، ټيکسټائل او سپيننګ پرمختګ كوي٬ په كركيله كښې هم د چا نه وروستو نه يو٬ سږ كال د پومبي نه علاوه د ټولو فصلونو ښه پېداوار شوې دې٬ او كروندګرو ته هم ښه بيعه تر??اسه كېږي٬ د ګني د کرشنګ سيزن كښې د ??ن بيعه د 130 نه زياتولو سره 300 ته رسولې شوې ده