اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پرچې والا چيئرمېن د هېواد معيشت په اړه په دروغو وئيلو ??ول?? ګ??را?? كولے نشي،څوك چې د آئي ايم اېف د پور دړد لري هغوي دې سوئس بينکونو څخه خپلي روپۍ بيرته راوړي، د تيرې ورځ اتحاديان د نن دښمنان دي، تير وخت كښې اين ار او اخستونكي نن بيا اين آر او غواړي،چا ته به هم اين آر او نه ترلاسه كيږي،بلاول دي اووائي د سندھ حکومت تر اوسه د ويكسين څومره خواركونه اخستي، د پاکستان معيشت پرمختګ كوي ، ټولي اشاريي مثبت دي،د ټولو چيلنجونو باوجود زمونږ معيشت پرمختګ كوي۔ده د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت كښې هنګامي پريس کنفرنس ته و??نا كوله۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د ايکسپورټ 13فيصده اضافې سره به په وړ??مب?? ځل د ايکسپورټس او ترسيلات زر پشمول 55 بليونه ډالره انفلو پاکستان ته راشي۔ده و??ئيل لارج سکيل منيو فيکچرنګ كښې 9فيصده ،ګاړو خرڅېدو كښې 54فيصده، د ټيکس وصولېدل 4170 اربه روپو ته رسېدو سره 11 نيم فيصده فيډرل ايکسائز زيات شوے ، د پاکستان په تاريخ كښې ريکارډ ريفنډ 216 اربه روپۍ بيرته وركړې شوي ،کرنټ اکاؤنټ خساره 19.2 وه اوس 800 اربه ډالره سرپلس دي ،كه د قرض قسطونه بيرته وركول نه و?? نو د حکومت آمدن به د خرڅونو څخه زيات ؤ۔ده و??ئيل زرعي پرمختګ او د کروندګرو سوكالۍ لپاره کروندګرو ته 1100اربه روپۍ اضافي وركړې شوي چې پګښې د غنمو كروندګرو ته 500 اربه روپۍ ترلاسه شوي چې له امله ئې د غنمو مجموعي پيداوار 27.3 مليونه ټنه دے۔ده و??ئيل د آئي اېم اېف خبره كوونكي دي اووائي د هغه پلار آئي اېم اېف ته نه ؤ تللے ،هغوي ته د دومره فكر كوول حاجت نشته، د پيپلز پارټۍ په دور ك??ې بهرنے پور 32 فيصده زيات شوے، ډالر د 62 روپو څخه 95 ته رسيدلے ؤ ، د برېښنا لوډ شيډنګ او هر پلو کرپشن هم ؤ۔ ده و??ئيل د سندھ د غريب خبره كوونكو په 13 كلونو حكومت كښې څه كړي،د غريبۍ ختمولو له څه اقدامات شوي ، 14 اربه روپۍ د غنمو غلا شوي ۔ده و??ئيل د اے ټي ايمز خبره كوونكي دي اووائي مظفر ټپي ، عاصم حسين چرته دي۔ ده و??ئيل سندھ كښې دننه اندھير نګري ، چوپټ راج دے۔ده و??ئيل د شماريات بيورو شميري وائي چې د ټولو نه زياته ګراني په كراچۍ كښې ده۔ده و??ئيل احساس پروګرام كښې 55 اربه روپو څخه زياتي كومي چې 31 فيصده دي سندھ له وركړې شوي،مونږ د شفافيت بنياد اېښودلے او 8 نيم لكهه وګړي غېر مستحق د بے نظير انکم سپورټ پروګرام څخه وېستلے شوي، پيپلز پارټي دې اووائي داسي كومه اداره ده كومه چې هغوي سمه كړې ،سټيل مل ، پي آئي اے پشمول ټولي اداري ئې تباه كړي۔ وزير مملكت ووئېل پيپلز پارټۍ په مهارت سره لوټ مار ،مني لانډرنګ او هيرا پھيري كړې، معيشت سمول ،اصلاحات كول او ??ول?? له ريليف وركول د ع??را?? خان كار دے هغه غل نه دے۔ ده و??ئيل ع??را?? خان د آرزانو كورونو يو چاپيرچل راجوړ كړے۔ده و??ئيل دا دي وئيلي شي چې د سندھ ??ول?? ته به هيلتھ کارډ كله وركوې ۔ ده و??ئيل 9مليونه سمندر پوري پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو ولي مخالفت كوې،اليکټرانک ووټ مشين ته اوګورې ، د كاڼي د وخت خبرې پريږدې