اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي وئېلي دي د كشمير شخړه يو حقيقت دے او څوك هم دا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ايجنډې څخه اخوا كولې نه شي٬ملګري ملتونه دې د فلسطين او جمو كشمير شخړو حل كولو له كردار ترسره كړي كومې چې د 7 لسيزو راهيسې د سلامتي كونسل په ايجنډا پرتې دي۔ده د زيارت په ورځ د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه پس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر والكن بوز كير سره ش خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔شاه محمود قرېشي ووئيل د فلسطين ??ور??حال او د جمو كشمير شخړې ترمينځه مماثلت شته۔ده ووئيل په دواړو سيمو كښې په اولس ظلم روان دے۔ده ووئيل د فلسطين او كشمير اولس سره لوظونه شوي خو د هغې پاسداري نه ده شوې٬په غزه او جمو كشمير كښې په روغتونونو او فلاحي ادارو بريدونه شوي چرته چې ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان شوي۔دا نړيواله ذمه واري ده بايد ملګري ملتونه خپله ذمه واري پوره كړي۔ده ووئيل د عمومي اسمبلۍ صدر دې د امن عمل مخ په وړاندې بوځي٬د كشمير ??ور??حال د فلسطين څخه جلا نه دے۔خارجه ??زي?? د عمومي اسمبلۍ صدر ته ووئيل سلامتي كونسل كښې د اتفاق نه راتللو نه پس او آئي سي او عرب ګروپ ستاسو پلو ګوري۔ده ووئيل نيويارك ته د راتلو زمونږ مقصد ډزبندي وه د كومې چې ښې نتيجه ترلاسه شوې خو مسئله لا حل شوې نه ده۔ده ووئيل مونږ هيله لرو چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر به د فلسطين مسئلې مستقل حل له د امن عمل پېل كړے۔خارجه ??زي?? ووئيل ما نن د عمومي اسمبلۍ صدر سره د فلسطين او كشمير په ??ور??حال د خيالاتو څرګندونه كړې۔دواړه مسئلې يو بل سره مماثلت لري۔د فلسطين او كشمير اولس پوښتنه كوي چې مونږ د سلامتي كونسل په ايجنډا يو خو چرته يو؟۔خارجه ??زي?? ووئيل ما د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر په افغانستان كښې د امن هڅو څخه خبر كړے٬استنبول پراسس په حقله په استنبول كښې په درې اړخيزه ??ور??حال هم خبرې شوي٬نن ??ور??حال بدل شوے٬د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د اصلاحات په حقله هم خبرې شوي۔ده ووئيل مونږ غواړو چې د ملګرو ملتونو ليډر شپ د قيادت كردار ترسره كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر والكن بوز كير ووئيل په غزه كښې جنګ بندي د خبرو اترو وړومبۍ نتيجه وه٬دا شروعات دي اوس هم ډېر څه كولو ته اړتيا ده۔غېر جانبدار پاتې كېدل زما فرض دي٬كه امن عمل مخ په وړاندې بوتللے شو نو ??ور??حال به بدل شي۔ ده ووئېل د فلسطين او كشمير مسئله يو نوعيت لري٬د كشمير مسئله هم د څو لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو په ايجنډا ده۔ده ووئيل خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي سره ګټور ملاقات شوے٬د فلسطين په حقله د شاه محمود قرېشي موقف قوي دے٬خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي د پاكستان موقف په ډاګه كولو كښې بريالے شوے٬ده د افغانستان په حقله ووئيل په افغانستان كښې امن د پاكستان لپاره مهم دے٬دغسې ده د ??زي??اعظم عمران خان 10 بلين سونامي منصوبې پشمول نور اقدامات هم وستائېل