اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن وئيلي دي د مئي اولنۍ ورځ د خواري كښو ورځ ده كوم چې د نړۍ نه خپل جائز حقونه غواړي۔ د خواري كښې طبقې پرمختګ او د دې د حقون?? تحفظ د ټولنې د اجتماعي پرمختګ او اولسي سوكالۍ ضمانت وركوي۔د خالي په ورځ د مز??ور??نو ورځې په موقع خپل پېغام كښې هغ?? ووئيل د مز??ور??نو او وروستې پاتې طبقې په ژوند كښې بدلون راوستل د وزيراعظم عمران خان مشن دے۔ عمران خان په نهره خېټه په سړكونو شپه اړونكو له د پناه ځايونه او لنګرخانې جوړولو سره هغ??ي د رياست مېلمانه جوړ كړل۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د كورونا وبا په مهال هم وزيراعظم عمران خان د مزدور پېشی ته خاص پام ګرځولے۔ هغ?? ووئيل روغتيا او روزګار دواړو ته اهميت وركولو سره د مز??ور??نو خېر ښېګړې له ګامونه پورته كول د هغ?? اولنۍ ترجيح ده۔ هغ?? ووئيل د احساس پروګرام او د هاؤسنګ څانګې پرمختګ له پورته كړې شوې ګامونه د وزیراعظم عمران خان مز??ور??نو ته د زړه نه د نزدې پاتې كېدو ښكاره ثبوت دے۔