لاهور 20 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مېنځي ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د حكومت او كالعدم تحريك لبيك ترمېنځه د خبرو اترو كاميابۍ سره په هېواد كښې د انتشار خپرونكي قوتونه ناكامه شوي، پاكستان ??ښمنه عناصرو فتنه او قتل و قتا?? غوښتلو، د ناموس رسالت ???ص﴾ او د عقيده ختم نبوت تحفظ د هر يو مسلمان ??مه واري ده. ده دا خبرې په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع مولانا اسد اللہ فاروق ،علامه زبېر عابد ، مولانا مح??د اشفاق پتافی ، علامه طاهر الحسن ، مولانا محمد شفیع قاسمی، پیر اسعد حبیب شاہ جمالی ، مولانا نعمان ??اشر ، مولانا طاهر عقیل اعوان ?? مولانا ابو بکر صابری ، مولانا اسلم صدیقی، مولانا اسید الرحمن سعید ، مولانا عبد الحکیم اطهر، مولانا حسان ??حمد حسینی ،مولانا حبیب الرحمن عابد، مولانا مح??د اسلم قادری ، مولانا مبشر رحیمی، قاری شمس الحق او نور هم موجود وو. د وزيراعظم خاص استازي ووئيل وزيراعظم عمران ??ان ?? ناموس رسالت د سپكاري او د اسلامو فوبيا په اړه چې د كومو اقداماتو ذكر كړے هغه دائمي حل دے. ده ووئيل د ناموس رسالت ???ص﴾ د سپكاوي مخنيوي او د اسلامو فوبيا د مخ نيوي په لړ كښې د روژې د مياشتې نه پس د بېلا بېلو اسلامي هېوادونو د تنظيمونو او مشرانو د غونډې رابللو تجويز لرو. ده ووئيل په اوسني صورتحال كښې انتهاخوښي او ترهګر عناصر او د پاكستان ??ښمن قوتونه فساد كولو لپاره فعاله شوي وو، دوي په هېواد كښې قتل و قتا?? غوښتلو خو د مذاكرانو كاميابې سره هغوي ناكامه شوي . ده ووئيل په قومي اسمبلۍ كښې به په دې معامله بحث كېږي. ده ووئيل پارلمان چې كومه پرېكړه وكړي حكومت او قام به ئې قبلوي.