حيدر آباد 07 اپريل (اے پي پي) د ريلوے وزير محمد اعظم سواتي وئيلي دي چې د ريلوے بحالۍ او ايل اېم ون منصوبه به د معيشت اړخ بدل كړي، د وزيراعظم عمران خ??ن د پاليسۍ له مخې ريلوے به ډير زر ګټوره ، آسانۍ لرونكي او د محفوظ مزل ذريعه جوړه كړو، د پېښور څخه كابل ازبکستان به ټرين چلولې شي ،ورلډ بنك 4,8 بليونه قرضه منظور کړې ،فريټ ټرين په منصوبه كار په تندۍ سره روان دې ٬ سوداګرو له به آسانۍ وركولې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده حيدرآباد ريلوے اسټيشن معائنه كولو نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه ۔ په دې موقع ډويژنل سپرنټينډنټ كراچۍ ريلوے محمد حنيف ګل ، ډويژنل انجينئر کامران احمد غوري او نور افسران هم موجود ؤ۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خ??ن پاليسي ده چې هېواد له به پرمختګ وركولې شي او د مواصلاتو نظام به ښه كولې شي ۔ د ريلوے نظام د انګريز دور كښې جوړ شوے او بيا فنډز بيل شوي ؤ خو معياري كار نه دې شوې ٬ د ک??پشن له امله دې نظام ته لوے زيان شوے ۔ ده ووئيل پي آئي اے ، او جي ډي سي او پاکستان سټيل په شان سياسي بھ??تو نظام ځپلې دے او اداره تباهۍ ته رسيدلې خو ??وس وزيراعظم عمران خ??ن دا عزم كړے چې دا ټول نظام به بدلولې شي او د هېواد څخه به كرپشن خ??مولې شي