اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان به د اپرېل په اتمه نېټه په بنګله دېش كښې د ډي اېټ د مشرانو په لسمه ورچوئل غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي ۔خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي به د خارجه وز??رانو په 19مه غونډه كښې ګډون كوي۔دا غونډه به د مشرانو د غونډې نه وړاندې كېږي۔د خارجه دفتر له مخې د مشرانو په دې غونډه كښې به د بنګله دېش٬مصر٬انډونېزيا٬ايران٬ملائېشيا٬ نائيجريا تركيه او پاكستان پش??ول د ډي اېټ د 8 غړو هېوادونو يا د حكومتونو مشران ګډون كوي۔هيله ده چې د مشرانو په غونډه كښې به اعلاميه او 30-2020 لپاره به روډ مېپ جاري كړې شي۔د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان به د ډي اېټ د مشرانو غونډې مشري د بنګله دېش وز??راعظمې شېخ حسينه واجد ته سپاري۔ډي اېټ په كال 1997 كښې جوړ كړې شوې و٬د دې سېكرټرېټ پھ استنبول ك??ې دې۔پاكستان د ډي اېټ مقاصد او اهداف ترلاسه كولو لپاره فعاله كردار ترسره كړې۔پاكستان په كال 2012م كښې په اسلام آباد كښې د ډي اېټ د مشرانو د غونډې كوربتوب كړی و