اسلام آباد 15 مارچ(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي بلوچستان او پخوانۍ قبائېلي سيمې د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن په ټاكنو كښې اول نظرانداز كړے شوے وې٬د ستاسو ټاكڼه دغې سيمو اولس لپ??ره د اعزاز خبره ده ٬ دې سره به وفاق لا مضبوط شي۔ده د دې خيالاتو څر??ندونه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي سره په خبرو كښې كړی چا چې د ګل په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔د دفاع وزير پروېز خټك هم د ملاقات په مهال موجود ؤ ۔وزيراعظم عمران خان چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن له په دې مهال مباركي وركړه۔ده ووئيل په سېنېټ كښې د بلوچستان او د پخوانو قبائېلي سيمو څخه د تعلق لرونكو لارښودو مشري د دغه سيمو اولس لپ??ره د اعزاز خبره ده كومې چې په وروستيو كښې نظرانداز كړے شوې وې۔ده ووئېل دې سره به وفاق لا قوي شي۔۔وزيراعظم هيله څر??نده كړه چې د سېنېټ چيئرمېن به په خپل دوهم دور كښې د سېنېټ ذمه وارۍ هم په هغه ډول ترسره كړي څنګه چې هغه په تېر وخت كښې ترسره كړي۔دغسې وزيراعظم د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن لپ??ره د نيكو هيلو څر??ندونه وك??ه