اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد تعليمي نظام د نوې دور د غوښتنو سره سمولو په حاجت زور راوړلو م??ې وئيلي دي سباؤن د انفارمېشن ټېکنالوجی او مصنوعی ذهانت په ډول نوو سائنسي څانګو سره تړلے شوے۔ د تعليمي ادارو او ??نعت ترمينځه تړون سره به نه يوازې دا چې ځوانانو ته د مناسب روزګار موقعې په لاس ورشي بلكې دې سره به د صنعتي پرمختګ امكانات هم رامخې ته ش??۔ هغه د ګل په ورځ نېشنل یونیورسټی آف ټېکنالوجی كښې د بی اېس انجینئرنګ ټېکنالوجی پروګرام پېل كولو دستورې ته خطاب كولو۔ دستوره كښې د سائنس اېنډ ټېکنالوجی وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن، د لوړو زده كړو كمېسيون چیئرمېن ډاکټر طارق بنوری او ?? نېشنل یونیورسټی آف انجینئرنګ ټېکنالوجی رېكټر لېفټېننټ جنرل (ر)خالد اصغر په ش??ول د پوهنتون انتظاميې ٬ د فېكلټۍ غړو او ??ده كوؤنكو ګډون كولو۔ صدر د پروګرام ستائنه كولو سره د هېواد سباؤن لپاره دا مهم وګرځولو۔ هغه ووئيل كه د زده كړو ادارې د صنعت ضرورتونو تر مخه افرادي قوت پېدا كړي نو دې سره به نه يوازې ځوانانو ته د روزګار موقعې ترلاسه ش?? بلكې دې سره به د صنعت د پرمختګ امكانات هم زيات شي۔ صدر ووئيل زما خوب او ??عا دا ده چې پاكستان يو پرمختللے او قوي هېواد جوړ شي۔ دې لپاره چې زما په ذهن كښې د كومې څانګې تصور تر ټولو اول راځي هغه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګه ده۔ هغه ووئيل په دې څانګه كښې د وړاندې تللو په زړه پورې امكانات شته او ??ا د مجموعي پرمختګ نوؤ لارو پرانستلو مهمه ذريعه هم ده۔ هغه ووئيل د انفارمېشن ټېکنالوجی، مصنوعی ذهانت او مشین لرننګ په مېدان كښې پوهه ترلاسه كولو سره مونږ د خپل هېواد تقدير بدلولے شوو۔ صدر عارف علوی ووئيل دا مهال په نړيواله كچه د اخلاقيات نه زيات معاشي ګټې ته ترجيح وركولې شي۔ مونږ له به خپل مقام جوړولو له د علم او فن سره سره ځان په معاشي توګه هم مضبوطول وي۔