اسلام آباد۔19فروری (اے پی پی) د توان وفاقي وزير عمر اي??ب خان وئيلي دي موجوده حكومت د پخوانو حكومتونو لخوا د هېواد د معيشت په بنيادونو كښې اېښودلي شوي مائيونونه لرې كوي۔ د ل??يو صنعتونو پېداوار او برآمدات مخ په زياتېدو دي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په ګرانۍ د روان بحث په مهال د اپوزيشن لخوا د پورته كړو نكتو په ځواب كښې عمر اي??ب خان ووئيل د هېواد د معيشت په بنيادونو كښې مائيونونه پخوانو حكومتونو اېښودې دي۔ په كال 2013 كښې ګردش قرض 185 اربه روپۍ ؤ ۔ پخوانو حكومتي واكمنو د برېښنا ګرانې لوظنامې كړي ۔ د هغ??ي حكومت چې ختم شو نو هغ??ي د ګرانې برېښنا كارخانې جوړې كړې او د دې په نتيجه كښې 2018ﺀ كښې ضروري ادائيګۍ 642 اربه روپو ته ورسېدې او تر كال 2023 به کپېسټی ادائېګۍ 1455 اربه روپو ته ورسي۔ هغ?? ووئيل د كار كے لوظنامې سره هېواد ته زيان رسولې شوې ولې دغه مسئله هم مونږ حل كړې ۔ آئي پي پيز سره د ل??ظنامې نه به 800 اربه ګټه ترلاسه شي او هيله ده چې د دې مجموعي ګټه به 3000 اربه وي۔ وفاقي وزير عمر اي??ب خان ووئيل موجوده حكومت د متبادل توان ودې ته هم پاملرنه كوي۔ پخوانو حكومتونو د متبادل توان بيعه د يونټ په سر 24 روپۍ لګولې وه او مونږ دا بيعه 6.50 روپو ته راكوزه كړې۔ د كال 2017ء جنورۍ مياشت كښې د مسلم لیګ (ن) حکومت ټول كال 49 فیصد فرنس آئل استعمال كړي او د پي ټي آئي حكومت تېر كال يوازې 4 فيصد ۔ هغ?? ووئيل د دوي په حكومتونو كښې زمونږ درآمدات د 60 اربه ډالرو او برآمدات د 23 ‘ 24 اربه ډالرو په كچه وو۔ كرڼټ اكاؤڼت خساره ټر ټولو لوړې كچې ته رسېدلې وه۔ هغ?? ووئيل حكومت په ګرانۍ قابو موندلو له ګامونه پورته كوي۔ برآمدات زياتولو له هڅې كوي او د ل??يو صنعتونو پېداوار مخ په زياتېدو دے