پېښور 08 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پېښور دورې په مهال د پېښور ګورنر هاؤس ته رسيدلے دے۔ صدر مملك?? سره د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخو?? جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې د صوبے پشمول د پخواني قبائلي ضلعو په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د امن او امان، په پرمختيائي چارو او د اولسي ښېګړې په پروژو هم خبرې وشوې۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر صدر پاكستان د صوبې سركاري پوهنتونونو كښې د انت??ام?? او تعليمي چارو اصلاحات په اړه خبر كړو۔ملاقات كښې په صوبه كښې د معياري زيتون او د بيري شهد پيدا كولو استعداد عملي كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه