اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) په سې??ېټ كښې د حزب اختلاف ګوندونو سره تعلق لرونكو سې??ېټرز وئيلي دي جلسې او اجتماع نه پر??ږدي٬ د پي ډي اېم بيانيه د اړي ګړي راپېدا كولو نه ده٬ سياسي پوائنټ سكورننګ دې ونه كړے شي۔ د جمعې په ورځ د سې??ېټ په غونډه كښې د حزب اختلاف سياسي كاركنانو په ضد مقدمې او د كاروائيو په اړه په تحريك بحث كښې سې??يټر س??ي پليجو ووېيل د مچه د پېښې يو ځل بيا غندنه كوم٬ دا د ترهګرۍ او بربريت سنګينه پېښه ده٬ بلوچستان مهمه صوبه ده٬ هزاره كميونټي راګېره شوې ٬ پيپلز پارټي په خپل دور كښې هم د ترهګرۍ پېښو سره مخ شوې٬ پاكستان د ترهګرۍ په ضد قربانۍ وركړي٬ وفاق دې خپل نمائنده بلوچستان ته ولېږي۔ شاہ محمود قرېشي د کشمير پحقله صورتحال د ايوان په وړاندې كېښودے ھغه له د حوب اختلاف د پوښتنو ځوابونه وركول پكار وٶ۔ سې??يټر عثمان کاکړ ووئيل د آزاد کشمير وزيراعظم، په سې??ېټ كښئ د حزب اختلاف مشر راجه ظفر الحق او د دې ايوان د غړو په ضد د بغاوت مقدمې جوړې كړې شوې ٬ دا صورتحال به هېواد كوم خوا بيائي٬ د حزب اختلاف غوښتنې جمهوري او جائز دي۔ده ووئېل سياسي جلسې او اجتماع نه پر??ښودلې كېږي٬ د كاركنانو په ضد مقدمې درج كېږي، سياسي مقدمې دې بېرته واخستلې شي۔ سې??يټر مولانا عطاءالرحمان ووئيل مونږ هزاره ورورولۍ ته خواست كوٶ چې د خپلو مړو بې حرمتي مه كوې او هغوي ښخ كړې ٬ مونږ د پولو حفاظت كوٶنكو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ دا پوځ زمونږ پوځ دے٬ دوه نيم كاله پس حكومت دا وائې چې په ماضي كښې دا كېد?? او ھغه كېدل، بايد اوس دا سلسله بنده كړې شي٬ سياسي خلق مه بې عزته كوې۔ سې??يټر بهرہ مند تنګي ووئيل د پي ډي اېم بيانيه د اړي ګړي نه ده ٬ مونږ په حادثاتو او پېښو سياست نه دے كړے خو حكومت له خپله ذمه واري ترسره كول پكار ده ٬ مونږ په چا سياسي مقدمې نه دي جوړې كړې او نه مو سياسي كاركنان په زندان كښې اچولې۔ سې??يټر طاهر بزنجو ووئيل د كوئټه په سخت موسم كښې د هزاره كميونټي خلقو پرلت وهلے ٬ ھغوي يوه غوښتنه كوي چې وزيراعظم دې راشي٬ د غمژنو كورنيو مطالبې اورېدل پكار دي