اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د نواز شريف سياست په اېن آر او روان وي، كله چې د اقتدار نه بهر وي، بهر هېواد ته تښتېدل د ده عادت دے، اولس د پي ??ي اېم تحريك رد كړے، د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې ګراني كمېږي. د ګل په ورځ شخصي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پي ??ي اېم كومه اېجنډا نه لري، په نړۍ كښې خلق د كرپشن په ضد تحريكونه چلوي، دا خلق په خپله كرپټ دي، دوي د حكومت په ضد د كوم تحريك چلولو كوم اخلاقي جواز نه لري. ده ووئيل چې د پي ??ي اېم د تحريك م??صد ذاتي ګټو ته تحفظ وركول دي.