اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د كورونا وائرس به اړخه د پارليماني كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې شوې ۔ غونډه كښې د قومي اسمبلۍ غړو ??و وفاقي وزيرانو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال سپيكر ووئيل زما خواهش ؤ چې ټول سياسي ګوندونه غونډه كښې ګډون وكړي ولې چې ځينې پرېكړې د قومي اهميت وي۔ په ځينو ستونزو بايد سياست ونكړے شي۔ كمېټۍ ته بريفنګ كښې د اېن سي او سي چارواكو ووئي?? د ??ورونا دويمه چپه كښې شدت رامخے ته شوے۔ اولس بايد په كورونا اېس او پيز عمل وكړي۔ ډاكټر فېصل سلطان د كورونا صورتحال په اړه بريفنګ وركړو ??و د روغتونونو موجوده صورتحال نه ئې كمېټي خبر كړه۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل د اپوزيشن جلسو له امله كورونا په تندۍ سره خپرېږي۔ هغه ووئي?? د ??ورونا دويمه چپه ډېره خطرناكه ده۔ لوئې شمېر د كورونا ځپلي روغتونونو ته روان دي۔ د اولس د روزګار د اغېزمند كېدو اندېښنه ده۔ د وزيراعظم د سياسي چارو خصوصي مرستيال ملك عامر ډوګر ووئيل د اولس ??وند خطر سره مخ دے ٬ په داسې موقع بايد سياست ونكړے شي۔ د اپوزيشن غونډې ته نه راتل?? د ??وهې نه لرې خبره ده