اسلام آباد۔4نومبر (اے پی پی) د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي و??ير شفقت محمود د علامه اقبال اوپن يونيورسټي د تعليمي خدماتو ستائېنه كولو سره وئېلې دي دا د نورو تعليمې ادارو لپاره يو رول ماډل دے۔ ده د شورو په ورځ علامه اقبال اوپن يونيورسټي كښې د سائنس بلاك د پرانستې په موقع ميډيا نمائندګانو سره خبري كولې ٬ هغه ووئيل علامه اقبال اوپن يونيورسټي د تعليم په ميدا?? كښې ډير خدمت كړے ۔ وفاقي و??ير په ټولو ادارو زور راوړو چي جديده ټيكنالوجي استعمال كړئ او د ريسرچ كلتور ته وده وركړئ ۔ وفاقي و??ير د كوويډ 19 وباء په بابله خبره كولو سره ووئېل حكومت د كورونا وباء دويمې چپې جاج اخلي٬ تعليمې ادارو بندولو ??ه كومه فيصله نه ده شوې ٬ هغه دا هم ووئيل د حكومت لپاره د ماشومانو صحت او ژوند ز??ات ضروري دے۔ دي نه پس د يونيورسټي ټولو استاذانو او سنئير افسران ته د خطاب كولو ??ه وخت وفاقي و??ير تعليم ووئيل دا وخت په هيواد كښې نزدې 216 يونيورسټۍ كار كوي٬ هغه هيله څرګنده كړه جې د اعلٰي تعليم دا اداري به د هيواد په مختلفو كشالو تحقيق كوي او د كشالو حل په بابله به مرستيالې ثابتيګي۔ د اوپن يونيوسټي وائس چانسلر د بريفنګ په وخت ووئيل په ټول هيواد كښې زمونږ يونيورسټي دا وخت 19 لكه طالب علمان لري په كومو كښې چي 6 لكه زده كوونكي د اوپن يونيوسټي په بيلو بيلو ??ضمونو كښې بيچلرز٬ماسټرز٬ايم فل او پي ايچ ډي پروګرامونو كښې داخل دي