اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر وخت كښې د برېښنا ګرانو شوو لوظ نامو بوج سره عام ??ګړې او صنعتي څانګه ځپلې شوې او ګرځينده قرض زيات شوے٬د سبسډي نظام سپيځلے او مستحقينو ته ورسولو ته دې خاص پام ??رنه وكړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د توان په څانګه كښې روانو اصلاحاتو كښې د پېشرفت په حقله د جاج اخستو غونډې ته په وېنا كښې وكړه۔وفاقي وزيرانو اسد عمر٬عمر ايوب٬ميا محمد سومرو٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبداالحفيظ شېخ٬خاص مرستيالو شهزاد قاسم٬نديم بابر او ډاكټر ثانيه نشتر او نور افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د توان په څانګه كښې د روانو اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو او په دې لړ كښې د بېلو اهدافو سركولو لپاره د ټ??كل?? وخت په حقله وزيراعظم ته بشپړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خپل خطاب كښې ??وئ??ل د توان څانګه د لويې بحران سره مخ ده۔ده ??وئ??ل د برېښنا ګرانو ګرانو لوظ نامو پيټې نه يوازې عام ??ګړي بلكې صنعتي څانګه هم ځپلې او د ارزانې برېښنا وركولو په هڅه كښې د ګرديشي قرضونو غر اودرولے شوے۔د كومې ټول فشار چې به دولتي خزانه راغلے ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د سبسډي نظام ??نصفانه٬سپيځلے او مستحقيقنو ته رسولو لپاره د غوره تګلارې رامخې ته كولو ته خاص پام ??رنه وكړئ۔وزيراعظم دا هم ??وئ??ل د برېښنا په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه د برېښنا پیداواري ضروريات او د كال پھ مختلفو مياشتو كښې د استعمال د كمي زياتي شرح د پیداواري لګښت او د نرخونو په وجه په نورو څانګو د هغې اثراتو پشمول د بېلو برخو تر نظره ساتلو سره تګلارې وټاكئ چې دغسې نه يوازې دا څانګه د بحران نه ويستلې شي بلكې داسې طريقه كار اختيار كړے شي چې ډ تولو څانګو د توان ضروريات په غوره ډول ترسره شي