اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان ?? اقتصادي مرستې تنظيم وژن 2025 په رڼا كښې د غړو هېوادونو ترمېنځه سيمه ايزې مرستې٬ تجارتي او ?? اقتصادي روابطو وده كښې د خپل كردار لوبولو عزم لري۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير د جمعې په ورځ ?? اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) عمومي سېكتر ډاکټر حادي سليمان پور سره ټېلي فوني تماس نيولے۔ د ټېلي فوني تماس په مهال ?? اقتصادي مرستې نتظيم غړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو ??ان??و كښې د مرستې زياتولو او تنظيم لپاره د ټاكلو هدفونو سر كولو كښې په رامخې ته چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ?? اقتصادي مرستې تنظيم د موسئس غړي هېواد په حېث تل هڅې كوي چې دا نتظيم په منطقه كښې ?? اقتصادي مرستې قوي او مستحكم مركز جوړېدو سره رامخې ته شي۔ خارجه وزير د تنظيم سېكتر ته باور وركړو چې پاکستان ?? اقتصادي مرستې تنظيم وژن 2025 په رڼا كښې د غړو هېوادونو ترمېنځه سيمه ايزې مرستې٬ تجارتي او ?? اقتصادي روابطو وده كښې د خپل كردار لوبولو عزم لري۔ خَارجه وزير د اي سي او عمومي سېكتر ته د كرونا واېرس وباء د معاشي مضمراتو مخ نيوي لپاره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو او كمزورو معيشتونو له د اډاڼې وركولو لپاره د وزيراعظم عمران خان لخوا په نړيواله كچه د ”ډېټ ريليف” د تجويز د خدوخال نه خبر كړو اوپه دې لړ كښې ئې د شريكو هلو ځلو كولو په حاجت زور رواړو۔ خارجه وزير د کرونا وائرس وبا د نړيوال چېلنج مخ نيوي او په سيمه ايزه كچه شريكه لائحه خپلولو لپاره د اي سي او د صحت وزيرانو د ورچوئل كنفرنس په زر تر زره كولو ټېنګار وكړو۔ خارجه وزير عمومي سېكتر د هند لخوا په مقبوصه كشمير كښې د جاري بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزيو نه خبرولو كښې ووئيل د مقبوضه سيمې 80 لكه بې ګناه وګړي د كرونا وائرس وباء له امله د ډبل لاك ډاون تكليفونه برداشت كوي٬ مظلوم كشميريان د هند جبر او بربريت نه خلاصولو لپاره به نړيوالې ورورولۍ له راوړاندې كېدو سره خپل كردار لوبول وي۔ په دې مهال دواړه مشران د مشتركه هدفونو سر كولو لپاره مشاورت روان ساتلو ته صلاح شول۔