اسلام آباد 24 جون (اے پي پ??) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي صحت، تعليم ??و د سړك بنيادي انفراسټركچر سره كچه آبادۍ په پرمختګ كوونكو سيمو د بدلولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت او نورې اړوندې ادارې دې د دې سيمو پرمختګ لپا??ه ټولنې او نجي څانګو سره په ګډه لائحه وضع كړي، د دې سيمو د مېشته خلقو مسئلو حل كولو لپاره دې هم طريقه كار جوړ كړے شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه د کچه آباديو پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونده كښې د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ (اېن پي اېچ اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) انور حېدر، ډپټي چيئرمېن مېجر جنرل عامر اسلم خان، د هاٶسنګ اېنډ وركس سېكرټري ډاکټر عمران زېب خان ??و د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ??و د صوبائي اسمبلۍ غړي فردوس شم??م نقوي ??و د سندھ انفراسټركچر ډويلپمنټ كمپنۍ لمېټډ چيئرمېن ثمر علي خان د کراچۍ نه د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غٶنډه كښې په كراچۍ كښې د جمشېد کوارټرز، پاکستان کوارټرز ??و د رېلوے کچه آباديو پرمختګ او مېشته وګړٶ ته د متبادل انتظاماتو وركولو په لړ كښې په بېلا بېلو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت او نورې اړوندې ادارې دې د دې سيمو پرمختګ لپا??ه ټولنې او نجي څانګو سره په ګډه لائحه وضع كړي ??و د دې سيمو د مېشته خلقو مسئلو حل كولو لپاره دې هم طريقه كار جوړ كړي۔ په غونډه كښې د پاكستان چيف جسټس لخوا په دې چارو كښې د خوښ?? لرلو هم ستائنه وكړې شوه