اسلام آباد 19 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان ع??اسی هم وئيلي وؤ د این اېف سی ایوارډ نه پس وفاق سره روپۍ ن?? پاتې كيږي چې خپل خرڅونه پوره كړي، ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف له په ځواب كښې د پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان ع??اسی وډیو ټویټ كړې ۔ قامی اسمبلی كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف د ټویټ په غبرګون ډاكټر شهباز ګل د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان ع??اسی ویډیو ټویټر اپ لوډ كړې كومه كښې چې شاهد خاقان ع??اسی وئيلي دي ’’این ایف سی ایوارډ نه پس وفاق سره روپۍ ن?? پاتې كيږي چې خپل خرڅونه پوره كړي، ټولې روپۍ صوبو له وركړې كېږي ۔ ك??ه چې این اېف سی ایوارډ پيل شوے ؤ نو 80 فیصده روپۍ به د مركز سره وې او 20 فیصده به صوبو له وركړے كيدې، اوس 58 فیصده صوبو له وركړے كېږي او چې كومې روپۍ مركز سره پاتې كيږي هغه په قرض بيرته وركولو ( ډیټ سروسنګ) كښې ځي او د ډیفینس يوه برخه پوره كوي ‘‘