اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د هند نا??م الامور ګورو اےلو واله خارجه دفتر ته رابللے شوے او د جون په 17مه نېټه د كنټرول لائن په باګسر او نكيال سېكټرو كښې د جنګ بندې په خلاف ورزې ورته احتجاج رېكارډ كړے شوے. د هندي پوځ په بلا اشتعاله ډزو د يوې مېرمن پشمول څلور بې ګناه وګړي شهيدان شوي او يو 61 كلن وګړے سخت ژوبل شوے. د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر جنرل ﴿ سوئيلي اسيا و سارك﴾ زاهد حفيظ چوهدري د هند نا??م الامور خارجه دفتر ته رابللے او ورته احتجاجي مراسله وركړې شوې ۔په مراسله كښې وئي??ي شوي د هند قابض ځواكونه د اېل او سي او وركنګ باٶنډري پرله پسې خلاف ورزې كولو سره د آرټلري ، درنې او خودكاره وسلې سره د عامو وګړيو آبادې په نښه كوي. د هند نا??م الامور ته ووئيل شول د وګړو آبادې قصداً په نښه كول ډېره د افسوس وړ، د انساني غظمت ٬ وقار، د نړيوالو بشري حق??نو څرګنده خلاف ورزي ده. د هند لخوا د جنګ بندې د دې خلاف ورزيو په نتيجه كښې سيمه ايز امن او سلامتيا سختو خطرو سره مخ ده او د دې نتيجه د ستراتېژيكي غلطۍ په صورت راوتلې شي۔ هند سږ كال 1410 ځل د جنګ بندېۍ خلاف ورزۍ كړي چې پكښې 12 بې ګناه وګړي شهيدان او 102 ژوبل شوي۔ د هند نا??م الامور ته ووئيل شول په اېل او سي د تاو ترېخوالي زياتوالي س??ه هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حق??نو څخه د سختو سرغړ??نو او ظلم??نو نه د نړۍ پام نه شي اخوا كولے