اسلام آباد 28 مئي(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په قرض كښې ريليف لپاره د جي 20 هېوادونو د ګامونو هركلے كولو سره وئيلي دي پرمختګ ك??ٶنكي هېوادونه دومره وسائل نه لري چې خپل معيشت بحال او د بې وسه طبقو مرسته وكړې شي، په قرض كښې ريليف لپاره د جي 20 هېوادونو د ګامونو هركلے كوٶ، کرونا يوه نړيواله مسئله ??ه او د دې په ګډه په نړيواله ??وګه مخ نيوي كول دي، کرونا وائرس خپرېدو د نړۍ معيشتونه ځپلې دي، زمونږ برآمدات هم ځپلې شوي، پرمختللي هېوادونه كه د دې مسئلې مخ نيوي لپاره ګام پورته كړي نو ټول د سخت صورتحال نه راوتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم عمران خان د کرونا وبا او د دې نه پس د پرمختګ لپاره د سرمايه كارۍ په حقله نړيوالې ورچوئل غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه، د كاناډا او جمیکا وزیراعظم، او د ملګروس ملتونو عمومي سېكتر په ګډه د غونډې مشري وكړه چې پكښې د فرانس، سوئيلي افر??قې?? قازقستان اولس مشرانو هم ګډون كولو۔ و??یراعظم عمران خان ووئيل مونږ د خپل معيشت بهترۍ لپاره چې د كوم پېكج وركولو استعداد لرلو دا زمونږ د هېواد د تاريخ د ټولو نه لوئې پېكج هم دے كوم چې اته اربه ډالره جوړېږي٬ د امريكې په اړه معلومات لرو چې ھغوي درې ټرېليونه ډالره ، المان يو ټرېیلیون یورو او جاپان د يو ټرېليونه ډالرو پېكج وركړے او كه د دې مونږ د پرمختګ ك??ٶنكو هېوادونو سره موازنه وكړو نو دغه هېوادونه په مجموعي توګه 7 ټرېليونه ډالره پېكج وركوي۔ و??یراعظم ووئيل د بده مرغه پرمختګ ك??ٶنكي هېوادونه دومره وسائل نه لري چې ھغوي خپل معيشت بحال كړي او د خپلې ټولنې د بې وسه طبقو مرسته وكړې شي۔ و??یراعظم عمران خان ووئيل مونږ د موسمياتي بدلون مسئلې مخ نيوي له ?? لس بېليونه اونو نالولو په منصوبه كار كولو خو اوس مونږ خپل وسائل د كرونا وائرس له ??مله ?? لاك ډآٶن پلو منتقل كوٶ۔ و??یراعظم ووئيل مونږ د سېلګر څانګې بحالۍ لپاره هڅې كوٶ خو په اوسنۍ وضعه كښې دا هلې ځلې هم سختې ځپلې شوي او مونږ په دې پوهېږو چې زياتره پرمختګ ك??ٶنكي هېوادونه هم دا ډول صورتحال سره مخ دي۔ ده ووئيل په دې نازك پراؤ كښې پرمختګ ك??ٶنكي هېوادونه د خپل اولس حالت ښه كولو لپاره هڅې كوي ، كله چې ما د ایتھوپیا وزیراعظم او د مصر اولس مشر او د نائیجیریا وزیراعظم سره خبرې وكړې نو ھغوي هم ووئيل مونږهم دا ډول مسئلو سره مخ يو۔ و??یراعظم ووئيل زه په دې موقع د جی 20 هېوادونو لخوا په قرض كښې د ريليف د اقدام هركلے كوم۔ عمران خان ووئيل په دې معامله كښې د زيات غو?? او فكر ضرورت دے چې د پرمختګ ك??ٶنكو هېوادونو مرسته دې وكړې شي ځكه چې زه يرېږم چې خطر زمونږ د اندازې نه زيات رامخې ته كېدې شي ځكه چې د دې هېوادونو آبادي يو ارب 50 کروړه او د پرمختګ ك??ونكو هېوادونو ابادي 6 اربه ته نزدې ده۔ده ووئېل تر څو چې د دې نړيوالې مسئلې كوټلې او نړيوال مخ نيوي اونه كړې شي نو د نړۍ يوه لويه برخه به د غربت ښكار كېدو سره سره د كساد بازارۍ نه رابهر نه شي۔ و??یراعظم ووئيل زه د غونډې رابللو په دې عظيم اقدام د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مباركي وركوم ، د كاناډا وزیراعظم ټروډو او د جمیکا وزیراعظم ته هم وائيو چې په دې اقدام عملدرآمد لپاره هڅې وكړي ځكه چې دا زياته مهم كار دے ځكه چې نړۍ د كرونا وائرس څخه زياته ځپلې شوې او نړۍ له ??ه دې ټولې مسئلې ته په نړيواله ??وګه كتنه پكار وي۔ و??يراعظم عمران خان ووئيل كه پرمختللې هېوادونه دې مسئلې ته په نړيواله ??وګه وګوري نو زه باور لرم چې مونږ ټول به د دې مشكل صورتحال نه خلاص شوو