اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي قامي تعمیر او د معاشرتي اقدارو ودې لپاره د ميډيا کردار مهم دے، معاشرتی مسئلې رامخې ته كولو لپاره دې ميډيا خپل كردار ترسره كړي۔ د زيارت په ??رځ ایوان صدر میډیا آفس لخوا جاري بيان تر مخه صدر سره د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر سیّد شبلی فراز او د وزیراعظم خاص مرستيال لیفټیننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ ليدلې دي۔ په د?? موقع خپلو خبرو كښې صدر ووئيل قامی تعمیر او د معاشرتي اقدارو ودې لپاره د ميډيا كردار زيات مهم دے، صحت، تعلیم او د ميرمنو وراثتي حقونو غوندې معاشرتي چارو په اړه شعور بيدارولو كښې ميډيا مهم كردار لري۔ صدر ووئيل په معاشرتی مسئلو اولسي شعور بيدارولو له دې ميډيا كردار ترسره كړي، س??شل میډیا د بدلون مهم عنصر دے۔ صدر ووئيل د س??شل میډیا ټولنه كښې قامی جذبې او همغږۍ ته ودې وركولو لپاره كارولو ته اړت??ا ده