اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) د پاكستان تحریك انصاف (پی ټی ??ٓئی) سنېټر فیصل جاوید وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان د كورونا وائرس بحران په مهال د غریبو كورنيو مرستې ته پام لرنه كوي، حك??مت مستحقو كسانو له آسانيو وركولو لپاره ل??ئ ریلیف پیكیج او بيلې فلاحی منصوب?? پيل كړې، په دې سخت وخت كښې د مستحقينو مرسته كول زمونږ د ټولو فرض دي ۔ ده د ګل په ورځ راډيو پاكستان كرنټ افیئر پروګرام كښې خبرې كولې ۔ ده ووئيل لاك ډاؤن له امله زياتره ټیكسی ډرائیوران او خوارې كښ ځپلې شوي ځكه چې هغوي د آمدن بله كومه ذريعه نه لري نو د دغه كسانو مرسته كول زمونږ د ټولو فرض ده ۔ فیصل جاوید ووئيل مونږ خوش قسمته يو چې مونږ له لوے څښتن د عمران خان په شان مخلص وزیر اعظم راكړې او هغه عمر له هيواد كښې فلاحي كارونه كړې ۔ ده په شته مندو زور راوړو چې د وزیر اعظم كورونا ریلیف فنډ د لارې د حك??مت بشپړه مرسته وكړي دغسې چې د هيواد مستحقو كورنيو ته آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د بيلو ښارونو او صوبو دوره كوي او د ځائې انتظامیې د كاركردګۍ جاج اخلي