پيښور 10 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د خیبرپښتونخوا ګو??نر ، وزیراعلیٰ او اړوندو وزيرانو ته د صوبې ځپليو سيمو دورې كولو سره په ??اتي توګه د آسانيو وركولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي وفاقی حکومت په کرونا وائرس قابو موندلو له د تولو صوبو بشپړه مرسته كوي او دا مرسته به روانه ساتلې شي، اوسني صورتحال كښې حکومت په وباﺀ قابو موندلو سره سره غريبې طبقې له ریلیف وركولو ته پم لرنه كوي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ حیات آباد میډیکل کمپلیکس دورې په موقع وكړه۔ په ??ې موقع د خیبر پښتونخوا ګو??نر شاہ فرمان ، وزیر اعلیٰ محمود خان ، وفاقی وزیر اسد عمر ، دوهم وزير شهر یار آفریدی او د وزیر اعظم خاص مرستياله ثانیه نشتر هم ده سره ملګري وؤ۔ په ??ې مهال د خیبرپښتونخوا چیف سیکټري د کرونا وباء ترمخه د صوبائی حکومت په ??قدامات تفصیلی بریفنګ وركړو۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د خیبر پښتونخوا په 6 ضلعو كښې د کرونا وائرس وباء د نورو سيمو په نسبت زیاته ده۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د صوبائی حکومت د اړخه 3 فروری نه کرونا ایمرجنسی نافذ کړې شوې وه۔ ګو??نر، وزیراعلی، د روغتيا وزیر او اعلیٰ چارواكي د ورځې پھ بنياد صورتحال مانیټر کوي۔ بریفنګ كښې ووئيل شول ټوله صوبه كښې 275 قرنطینه سنټرې جوړې كړې شوي چې پكښې د 18,000 كسانو ګنجائش شته۔ وزیراعلیٰ په ??وبائی كچه اوسنيو كښې د 32 اربه روپو ریلیف پیکیج اعلان کړې۔ وزیراعظم خبر كړې شو چې ټوله صوبه كښې 583 وینټیلیټر شته د كومو شميره به چې نوره هم زياتولې شي۔ ایمرجنسی ترمخه صوبه كښې 638 ریګولر او 1299 په کنټریکټ اضافی ډاکټران بھرتی کړې شوي۔ دې نه ځانله 9 زره ریټائرډ ډاکټران، نرسان او پیرا میډك سټاف په ??ضاکارانه توګه رجسټریشن کړې شوي كوم به چې د ضرورت په وخت راوستلې شي، صوبه كښې په ??رکاری كچه 400 ریپیډ رسپانس ټی جوړ شوې۔ بریفنګ كښې ووئيل شول کرونا ټیسټنګ استعداد زيات كړې شوي، ضلعی انتظامیې له اختیارات ورګړې شوي دغسې چې آسانيو لپاره اقدامات وكړې شي۔ وزیراعظم د صوبائی حکومت اقدامات س??ائلو سره ووئيل اوسني صورتحال كښې حکومت په وباء قابو موندلو سره سره کمزورې او غریبې طبې له د اسانيو وركولو ته پام لرنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل وفاقی حکومت په ??ې وباء قابو موندلو له ټولو صوبو سره مرسته كوي او دا مرسته به روانه ساتلې شي۔ وزیراعظم ګو??نر، وزیراعلیٰ او اړوندو وزيرانو ته سپارښتنه وكړه چې د صوبې ځپلو سيمو دوره كولو سره په ??اتي توګه آسانۍ وركول باوري كړي