اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) پاک??تا?? د امريكې لخوا په هند د وسلو خرڅولو په اړه په لوظنامه د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي د امريکې او هند دفاعي لوظنامې سره به منطقه لا د عدم استحكام سره مخ شي٬ پاک??تا?? د کرونا وائرس مخنيوي په اړه د ايران د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي٬ مونږ ايران سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز خبري بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې ډاکټر عائشه فاروقي ووئيل پاك??تا?? په كرونا وائرس او وضعه د قابو موندلو په لړ كښې د ايران حكومت سره په نزدې تماس لري٬ پاک??تا?? د وائرس مخنيوي په لړ كښې د ايراني حكومت د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي او دوي سره ولاړ دې۔ د خارجه دفتر وياندې ووئيل ايران كښې زمونږ د سفارتخانې دوه قونصلېټ د صورتحال جاج اخلي او د پاك??تا?? زائرين او زده كوٶنكو سره رابطو لپاره هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې د هند او امريكې ترمېنځه د دفاعي لوظنامې او په دې وروستيو كښې په ډيلي كښې په فساداتو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل په هند وسله خرڅولو سره به منطقه لا عدم استحكام سره مخ شي۔ دې ووئيل د پاك??تا?? قيادت او نړيوالې ورورولۍ په ډيلي كښې په مسلمانانو د تشدد او د جوماتونو د ?تا??/135854.html">بې ??رمتۍ په پېښو د ژورو تحفظاتو څرګندونه كړې ده۔ دې ووئيل په مقبوضه كشمير كښې هندي رياستي ترهګري اوس نوې ډيلي ته منتقل شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل پاک??تا?? يو ځل بيا د اولس مشر ټرمپ په كشمير د ثالثۍ د وړاندېز هركلې كړې دې۔ وياندې ووئيل ټرمپ نوي ډيلي كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك??تا?? د هلو ځلو ستائنه كړې۔ وياندې ووئيل پاك??تا?? د امريكې او ايران ترمېنځه د امن لوظنامې هركلې كوي٬ توقع لرو دا به د انټرا افغان ډائيلاګ لپاره لاره هواره كړي۔ وياندې ووئيل د امن لوظنامې دستوره په قطر كښې كېدونكې ده او د پاك??تا?? خارجه وزير شاہ محمود قرېشي به په دې دستوره كښې ګډون كوي۔ وياندې ووئيل پاك??تا?? په افغان??تا?? كښې د روغې جوړې او امن په عمل سهولت كارۍ لپاره مهم كردار لوبولې دې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل د چين اولس مشر شي جن پنګ به د پاك??تا?? دوره كوي٬ دواړه هېوادونه د دورې په شېډول كار كوي