اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) اسلامي پرمختيائي بانك پاکستان د بشري وسائلو پرمختګ٬ اقتصادي استحكام او د حك??مت د اولسي خېرښګړې فلېګ شپ پروګرام “احساس” لپاره د معاونت وړاندېز كړې ۔ دا خبره د اسلامي پرمختيائي بانك صدر ډاکټر بندر اېم اېچ حجار وزیراعظم عمران خان سره په خبرو كښې كړې چا چې خپل پلاوي سره د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كولو۔ په دې موقع وزیراعظم غړو هېوادونو او ګرده نړۍ كښې اسلامي ورورولۍ لپاره د بانك اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل اولس ته د غوره ژوند كولو او خپلو صلاحيتونو څخه بشپړه استفادې له موقع وركولو لپاره د اوسني حك??مت او د اسلامي پرمختيائي بانك م??صد مشترك دے ۔ وزیراعظم د بانك صدر سماجي او اقتصادي بهترۍ لپاره د خپل حك??مت د عزم نه خبر كړو او د حك??مت په فليګ شپ اقداماتو “احساس” او په “نوې پاكستان هاٶسنګR21; منصوبو ئې رڼا واچوله چې مقصد ئې د سماجي خېرښګړې او غربت كښې كمې كول دې۔ د اسلامي پرمختيائي بانك صدر د اولس د پرمختيائي پاليسو ستائنه وكړه۔ دغسې پلاوي وزیراعظم پاکستان كښې د بانك د مركزي پروګرامونو نه خبر كړو او د بشري وسائلو پرمختګ٬ اقتصادي استحكام او حك??مت د اولسي خېرښګړې فلېګ شپ پروګرام “احساس” لپاره ئې د معاونت وړاندېز وكړو۔ وزیراعظم پاکستان سره د بانك د تعلق او د كار استعداد اضافې ٬ د پوليو مخنيوي او د اقتصادي چارو پحقله د معاونت ستائنه وكړه۔ ده خواهش څرګند كړو چې د پاكستان او بانك ترمېنځه رابطو سره به په راتلونكو كلونو كښې نورو موثره منصوبو ته پراختيا وركړې