اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د ملائیش??ا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد په درې ورځنۍ دوره پاکستان ته ??ارسيدلې دے ٬ په نور خان ائير بېس د هغه تود ??رك??ې وكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان په نورخان ایئر بیس د ملائیشیا خپل همڅنګ ??رك??ې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاہ محمود قریشی او وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار هم موجود وؤ۔ دې څخه وړاندې د ملائیشیاء وزیراعظم هوائي ميدان ته په رارسېدو ورته ?? 21 توپو سلامی وكړې شوه۔ د وزیراعظم عمران خان په بلنه د ملائیش??ا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد د پاکستان درې ورځنۍ دوره كوي۔ هغه سره د اعلیٰ كچ يو پلاوې هم دے چې پكښې ګڼ كاروباري شخصیات شامل دي۔ د ملائیش??ا وزیراعظم به په 23 مارچ د پاکستان ورځې پريډ كښې خاص ميلمه وي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملائیش??ا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد په مصروفیاتو كښې د اولس مشر سره ملاقات، د وزیراعظم عمران خان سره يو په يو ملاقات او دې ??ه پس د پلاويو په كچه خبرې اترې شامل دي۔ دواړه وزيراعظمان به پاکستان كښې آټو موبائل او ټیلی مواصلات څانګو كښې سرمایه کاری كولو له د خوښۍ لرونكو کمپنیو چیف ایګزیکټو آفسرانو ګول میز خبرو اترو ته ??طاب هم كوي۔ د وزیراعظم مهاتیر محمد د پاکستان دورې سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې لا قوي شي