اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د معیشت استحکام لپاره بهرنۍ سرمايه كاري په خاص توګه ټېكنالوجي ټرانسفر كول اهميت لري٬ په دې لړ كښې به سرمايه كارو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ هېواد كښې د سرمايه ??ار?? په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ٫ د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، نعیم الحق، افتخار دراني، د سرمايه ??ار?? بورډ چئیرمېن هارون شریف، خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه او نور لوړ پوري موجود وو۔ په غونډه كښې د پي ټي آئي حكومت په وړومبنو پنځو م??اشتو كښې هېواد كښې شوې د نېغ په نېغه سرمايه ??ار?? (فارن ډائرېكټ انوېسټمنټ) او نزدې سباٶن كښې د بېلا بېلو هېوادونو په خاص توګه د دوست هېوادونو لخوا د معيشت په څانګو كښې د لنډې ٬ مېنځنې او اوږدې مودې د متوقع سرمايه ??ار?? جاج واخستلې شو۔ د مركزي بانك د شمېرو له مخې د تحريك انصاف پنځو م??اشتو حكومت كښې د يو اربه ډالرو نه زياته نېغ په نېغه سرمايه كاري شوې او د دې په مقابل كښې د تېر حكومت په هم دومره موده كښې دا يوازې 426 مېليونه وه۔ د تحريك انصاف په دور كښې دوه چنده زياته بهرنۍ سرمايه كاري د نړيوالې كاروباري ورورولۍ او حكومتونو د نوي پاكستان په حكومت او په پاليسو د باور څرګندونه ده ۔ په غونډه كښې د پاكستان د دوست هېوادونو ٬ چين ٬ سعودی عرب، متحدہ عرب امارات، قطر او د ماليزيا لخوا تر اوسه د شوې او په متوقع سرمايه ??ار?? په اړه وزیراعظم ته بريفنګ وركړې شو۔ وزیرِ اعظم بريفنګ كښې د سرمايه ??ار?? ودې لپاره د سرمايه ??ار?? بورډ لخوا د اقداماتو نه خبر كړې شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د سرمايه ??ار?? بورډ د انډسټريل كوآپرېشن يونټ جوړ كړې شوې ٬ هاٶسنګ ٬ ټورازم، او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته په هېواد كښې دننه سرمايه ??ار?? له د سهولت په توګه خاص يونټ جوړ كړې شوې او په ټول?? و??ارتونو كښې د سرمايه ??ار?? چارو په اړه د دوهم سېكتر لېول چارواكو ته ذمه وارۍ د سپارلو تجويز لرو