اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د احتساب او مېرټ نظام كښې بهتري بنيادي اصول ګرځولو سره وئيلي دي حکومت نېك نيتۍ سره اصلاحاتي اېجنډا راوړې او د اولس خېر ښګړې په خاطر نظام كښې د بهترۍ خوښي لرو ٬ زمونږ د حكومت مشن دا دے چې بېورو كرېسي د سياسي لاس وه??ې نه وساتلې شي او هره ټاكنه د مېرټ په بنيادي و??ړئ شي ۔ وزيراعظم دا خبرې د جمعې په ورځ د سول سروس ريفامرز ټاسك فورس غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزیراعظم په دې موقع ووئيل د 60 او 70 په لسيزه كښې د پاكستان سول سروس د منطقې غوره سروس ٶ او د منطقې نور هېوادونه به دلته زده كړې له راتلل٬ له بده مرغه سياسي لاس وه??ې سره د سول سروس زوال پېل شوې۔ ده و??ئيل حکومت نېك نيتۍ سره اصلاحاتي اېجنډا راوړې او د اولس خېر ښګړې په خاطر نظام كښې د بهترۍ خوښي لرو ٬ احتساب او مېرټ د نظام د بهترۍ اصول دي۔ ده و??ئيل زمونږ د حكومت مشن دا دے چې بېورو كرېسي د سياسي لاس وه??ې نه وساتلې شي او هره ټاكنه د مېرټ په بنيادي و??ړئ شي۔ ده و??ئيل په خېبرپښتونخوا كښې زمونږ حكومت د سروس په انتظامي ډهانچه كښې بدلون وړې چې په سوب ئې ګورننس كښې بهتري راغلې۔ ده و??ئيل سول ملازم په هسې تنګولو سره كار اودرېږي٬ په پ??سټ به د ملازمت مودې ته تحفظ وركوٶ دغسې چې د كاركردګۍ تسلسل په ځائ پاتې شي۔ وزیراعظم ووئيل د سركار تر انتظام لاندې كمپنو او د ادارو په بورډز كښې شهرت لرونكي او اهل كسان شاملوٶ دغسې چې اولس ته بهتره آسانۍ او سروسز وركړې شي۔ ده و??ئيل د تعليم او صحت څانګې زيات اهميت لري٬ د وسائلو د ضياع به لاره نيول وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سپېشلائزېشن دور دے٬ په هره څانګه كښې كار پوهه كار كولې شي ٬ ګرده نړۍ كښې په پرمختيائي هېوادونو كښې يو قدر مشترك دے او ھغه پ??هان په مېرټ بهرتي كول دي۔ وزیراعظم ووئيل د لوكل ګورنمنټ يو داسې ماډل راوړوندې كوٶ چې پكښې به ځائي نمائندګان د اولس خېرښګړې له بشپړه كردار لوبوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سياست مدارو تربيه هم ضروري ده دغسې چې سول سروس د سياسي لاس وه??ې نه بچ كړې شې او سركاري چارواكي د ېرې او خطر نه غېر خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې شي