اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) خارجه ووزير شاہ محمود قریشی وئيلي د?? چې د كشمير په اړه زمونږ موقف څرګند دې،کشمیر زمونږ د خارجه پال??سۍ مهمه ستن ده، بايد د بشري حقونو تنظیمونه او نړيوالې ادارې د هندي زيات شوې ظلمونو نوټس واخلي۔ ده دا خبرې د آزاد كشمير پخواني وزیراعظم او د پی ټی آئی د آزاد کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمود چوهدری سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت پھ ورځ ده سره خارجه و??ارت كښې ليدلې ؤ۔ د ملاقات په مھال د ګوند په چارو او كشمير مسئلې په اړه خاص خبرې اترې وشوي۔ خارجه و??ير ووئيل کشمیر زمونږ د خارجه پال??سۍ مهمه ستن ده،هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې په بې ګناه کشمیریانو ظلم كوي او د ټولې نړۍ په وړاندې ده۔ خارجه و??ير د بشري حقونو په تنظیمونو او نړيوالو ادارو زور راوړو چې په مقبوضه کشمیر كښې د زيات شوې ظلمونو نوټس واخلي۔ده ووئيل د نړيوالو تنظیمونو د اړخه جاری کړې شوي بې پرې راپورونو كښې د هند د اړخه په مقبوضه کشمیر كښې روان د بشري حقونو خلاف ورزیو انکشاف شته كوم چې زمونږ د موقف تائید کوي۔ خارجه و??ير ووئيل د كشمير مسئلې په اړه زمونږ موقف څرګند دې۔ بیرسټر سلطان محمود چوهدری د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو او د نړيوالو ادارو پام د كشمير مسئلې پلو په ر??ګر??ولو د خارجه و??ير مخدوم شاہ محمود قریشی خاص مننه وكړه۔