اسلام آباد 09 ج??ور?? (اے پ?? پي) د قامي اسمبلې سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد نوو ټاكلو شوو ??شر??نو له مباركي وركړې ده ۔ سپيكر او دوهم سپيكر د مباركې په خپلو جلا جلا پېغامونو كښې د نېشنل پرېس كلب نوي ټاكلې صدر شكيل قرار٬ عمومي سېكتر انور رضا٬ نائب صدرانو راجه خليل احمد٬ احمد نواز٬ شاه محمد او د سعديه كمال پشمول ??ور?? ټاكلو شوو كسانو له مباركي وركړه او وې وئيل د دوي ټاكنه د خبريالانو لخوا په دوي د باور څرګندونه ده۔ دوي د رائې د اظهار آزادې لپاره د خبريالانو كردار ستائيلو سره ووئيل د رائې د اظهار آزادي د هر يو وګړي بنيادي حق دے او خبريالانو دې لپاره ډېرې قربانې وركړې ۔ دوي هيله څرګنده كړه چې نوي ټاكلې ??شر??ن به د خبريالانو ستونزې حل كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ دوي د پرېس كلب كابينې كاميابې لپاره دعا هم وكړه۔