رياض 19 دسمبر (اے پی پی) د س??نېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پلاوي سره د سع??دي عرب د مسك فاؤنډېشن دوره كړې ۔د مسك مشر بدرالدين قاحيل د س??نېټ چيئرمېن هركلے وكړو او هغه يې د فاؤنډېشن د اغراض او مقاصدو څخه خبر كړو۔ده ته ووئيل شول ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د مسك فاؤنډېشن مؤسس دے۔د مسك فاؤنډېشن مقصد د سع??دي ځوانان د سباؤن په چېلنجونو قابو موندلو له چمتو كول دي او په خاص توګه د تعليم٬كلتور او د مېډيا په م??دان كښې هغوي له تربيه وركول دي۔د س??نټ چيئرمېن د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان وژن 2030 وستائېلو چې ترمخه يې ځوانانو له د پرمختلليو هېوادونو د معيار تربيه وركړې كېږي۔د س??نټ چيئرمېن سره په پلاوي كښې سناتور احمد خان٬مرزا هم آفريدي٬نصيب الله بازي٬فدا محمد خان٬طلحه محمود٬دلاور خان٬خانزاده خان٬غوث محمد نيازي او د س??نېټ ايډېشنل سېكتر حفيظ الله شېخ شامل دي