اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او اطاليا ترمينځه د تعليم ٬ تجارت او اولس په كچه دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده خارجه چارو لپاره اطالوي عمومي سېكترې الزابيتا بالوني سره خبرو كښې وكړه كومې چې د زيارت په ورځ د خارجه چارو وزارت ك??ې ده سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال دواړو لارښودو د شريكو اړيكو په موجوده نوعيت د اطمين??ن څرګندونه وكړه۔ خ??رجه وزير ووئيل د پاكستان او اطاليا ترمينځھ سياسي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي ٬ تهذيبي او دفاعي څانګو كښې پخوانۍ دوه اړخيزه مرسته د ستائنې وړ ده۔ده اطالوي سېكتره د موجوده حكومت له ترجيحاتو او اولسي اصلاحاتي ايجنډې خبر كړ??۔ خ??رجه وزير د پاکستان او اطاليا ترمينځه د تعليم ٬ تجارت او اولس په كچه د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د وياند ترمخه اطالوي سېكترې د شريكې خوښې په څانګو ك??ې د دوه اړخيزه مرستې ودې په لړ ك??ې د خپل حكومت لخوا د زړه پورې مرستې باور وركړو