اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان د هېواد غېر مستحكم كوٶنكو او اړې ګړې پېدا كوونكو ق??اؤ عزائم ناكامه كولو عزم څرګندولو سره وئيلې دي حكومت د ترهګرۍ د پښو لاندې چقولو لپاره پوخ عزم لرې۔ د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشرۍ په مهال خپلو وړومبو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ دا عزم ??رو چې د هېواد غېر مستحكم كولو لپاره چې د ترهګرو د بهر نه كوم ملاټر روان دې ان شآء الله هغوي پسې به ځوو۔ وزیر اعظم کراچۍ كښې د چين ?? قونصل جنرل نه بهر او په اوركزئۍ اېجنسۍ كښې د ترهګرۍ د كاروائيو حواله وركولو سره ووئيل مونږ د وړاندې نه دا ډول اطلاعات لرل چې د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې به كېږي خو دا معلومه نه وه چې دا كاروائۍ به چرته كېږي۔ وزیراعظم د چين ??پلې دورې په مهال د بې مثاله لوظنامو لاسليك كېدو په خاص توګه ذكر كولو سره ووئيل دا كاروائۍ د چين ??ورې غبرګون دے ۔ ده ووئيل د چين ??ورې په مهال لوظنامې پټې دې او د اولس په وړاندې ئې تفصيلات نه شو كېښودې خو خپلواكه رائے لرونكي او نړۍ دا درك لري چې د چين ??ورې په مهال چين ??ره چې د پاكستان كوم ډول لوظنامې شوې په نړۍ كښې كوم بل هېواد سره نه دي شوې ٬ ده ووئېل د دغې نه پس اندېښنه وه چې ھغه طاقتونه پاكستان كمزورې ليدل غواړي او غېر مستحكم كول غوا??ي څوك چې د دې لوظنامو په اړه فكر مند وٶ ٬ وزيراعظم ووئېل د دې نه علاوه څنګه څنګه چې معيشت مستحكم كېږي د اړي ګړي خپرونكو ق??تونو فعاله كېدو هم اندېښنه وه۔ وزیر اعظم په خاص توګه د ھغه شهيدانو ډاډګيرنه وكړه چا چې د ترهګرو لاره نيولې او په بهادرۍ ئې د قونصلګرۍ يو اهلكار ته هم زيان نه دې رسېدلې۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونه ډېر په تندۍ سره هلته رسېدلي او ترهګر ئې ناكامه كړي ٬ ده ووئېل كه هغوي دننه تللې وو نو لويه پېښه رامخې ته كېدې شوه۔ ده ووئيل د لوي څښتن مننه ده زمونږ استخباراتي او امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ مخنيوي جنګ په كاميابۍ سره كړې او بې مثاله قربانۍ ئې وركړې۔ وزیر اعظم په اورکزئۍ اېجنسی كښې د ترهګرۍ كاروائۍ ذكر كولو سره ووئيل دا لوے پلان ٶ٬ د اطلاعات له مخې دا ځانمرګي بريد نه ٶ بلكې چاٶدېدونكې توكې په ځائ كړې شوې وو