اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د افغانستان په 99مه آزادۍ ورځې په موقع د افغانستان حكومت او اولس له مبا??كي وركړې ده ٬ وزيراعظم د آزادۍ پھ دې موقع د پاكستان اولس لخوا د افغان وروڼو او خوئېندو ??پاره د نيكو هيلو څرګندونه هم كړې۔د افغانستان اولس مشر په نامه خپل خط كښې وزيراعظم ??ئېلي دي مونږ دعا كوو چې د اشرف غني پھ قيادت كښې او د افغانانو پخپله مشرۍ كښې د افغان امن عمل د لارې د امن او خوشحالۍ دا ورځ په افغانستان كښې د امن او استحكام د نوې دور پېل وګرځي۔وزيراعظم ??وئيل په افغانستان كښې د څو لسيزو راهسې د تشدد او عدم استحكام په وجه سيمه ځپلې شوې۔پاكستان د تشدد او عدم استحكام ختمولو په ټولو هڅو كښې د افغانستان سره په استقامت ولاړ دے۔وزيراعظم ??ه خپل خط كښې وئېلي دي د امن او استحكام ودې او د دواړو هېوادونو د اولس اقتصادي پرمختګ او څوكالۍ لپاره د ښه چاپېرچل جوړولو ??ه لړ كښې مونږ د افغان حكومت سره د اعلٰی كچ رابطو خوښي لرو