بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾ د پاكستان او چين ترمې??ځه د دوه اړخيزه مرستې 15 لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسلي?? شول۔ په لوظنامو كښې په پاكستان كښې د غربت خاتمه او د دواړو هېوادونو ترمې??ځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لوظنامې شاملې دي۔ دا لوظنامې او د تفاهم يادښتونه د خالي په ورځ لاسلي?? شول۔ په لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو د لاسليك په مهال وزيراعظم عمران خان او د چين وزيراعظم لي كي كيانګ هم موجود وو۔ د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د كركيلې او اقتصادي تكنيكي مرستې لوظنامې لاسلي?? شوې۔ د ځنګلاتو٬ ارضياتي سائنس ??و د الېكټرانك موادو په څانګه كسې مرستې لپاره د تفاهم يادښت لاسلي?? شو۔ د پاكستان په پلاوي كښې خارجه وزير شاہ محمود قرېشي، د خزانې وزیر اس?? عمر، د رېلوے وزیر شېخ رشید احمد، د منصوبه بندې او پرمختګ وزیر خسرو بختیار، د مېری ټائم سکیورټي وزیر علي زیدي، د بلوچستان وزیر اعلیٰ جام کمال خان او د وزیراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او د چین په پلاوي كښې د چین خارجه وزیر وانګ ژي پشمول د كابينې ځينې غړي شامل وو۔ په دې موقع په پاكستان كښې د غربت خاتمې لپاره د تفاهم يادښت لاسلي?? شو۔ د اسلام آباد پوليسو او د بيجنګ پوليسو ترمې??ځه د مرستې لوظنامه هم لاسلي?? شوه۔ د پاكستان د لوړو زده كړو او د چين د سائنس ??كېډمې ترمې??ځه د مرستې لوظنامه هم لاسلي?? شوه۔ د دې نه علاوه د پاكستان او چين د خارجه وزيرانو په كچه تزويراتي مذاكراتو لپاره دستاوېز هم لاسلي?? شو۔ د چين د اكېډمي آف سائنس ??و د پاكستان د موسمياتو د محكمې ترمې??ځه د مرستې لوظنامه هم لاسلي?? شوه۔