اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي پاكستان د سوله ايز ګاونډيتوب په پالېسې عمل كوي٬ خبرې اترې د پاكستان او هند د شخړو او ستونزو هوار??لو يواځنې لار ده٬ امريكې سره اړ??كې په مثبت لوري مخ په وړاندې روانې دي٬ د شكيل آفريدي په معامله د پاكستان په دريځ كښې هېڅ بدلون نه دې راغلې٬ په قامي ګټه به هېڅ سمجوته اونه كړي شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه ورك??لو سره وياند ووئيل خارجه وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پھ مهال په لوړه كچه د مهمو معاملو په اړ?? د پاكستان نظر وړاندې كړے۔ وياند ووئيل خارجه وزير واضحه كړې چې په قامي ګټه به هېڅ سمجوته ونه كړې شي۔ وياند ووئيل پاكستان د سوله ايز ګاونډيتوب په پالېسې عمل كوي٬ خبرې اترې د پاكستان او هند د شخړو او ستونزو د هواري يواځنې لار ده۔ وياند ووئيل د كرتارپور د لارې پرانستلو پرېكړه هغه وخت كېدې شي كله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه خرې اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د سارك د خارجه وزيرانو غونډې ك??لو لپاره پاكستان چمتو دے خو هند پكښې خنډ راپېدا كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د هند لخوا په كشن ګنګا او د راتلې پشمول د اوبو د متنازعه پروژو معامله په ټ??لو فورمونو پورته كوي۔ د سرجيكل سټرائيك هندي سرلښكر بيان په اړ?? وياند ووئيل هيڅ يو ښه پوځ داسې ادعا نه كوي۔د بريفنګ په مهال وياند ووئيل مونږ هند مذاكراتو ته نه راضي كوو٬ د هند لخوا وړومبې خط راغلې ؤ خو مونږ سوله ايزو اړ??كو كښې دا هڅه كولې شو۔ په پاكستان كښې د نيولې شوي هندي جاسوس په ا ړه ډاكټر محمد فېصل ووئيل د انصاف په نړيوال عدالت كښې به د كلبهوشن ياديو د كېس اورېدنه د فرورې په 18مه نېټه كېږي او دې لپاره د پاكستان تياري مكمل ده ۔ وياند ووئيل د سي پېك په اړ?? وياند ووئيل پاكستان او چين په يو?? صفحه دي۔ د افغان طالبانو په اړ?? د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل دا د ټ??لو شريكه ذمه واري ده٬ مونږ غواړو چې امريكا طالبان خبرو اترو ته كېښن??لو لپاره كردار ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د صاحبزاده احمد خان كوم چې په برتانيې كښې د پاكستان هائي كمشنر ؤ٬ په ضد كاروائي كولې شي٬ هغه بېرته راغوښتلې شوې۔ وياند ووئيل د تېرو دوه اونيو راهسې هند 18 كشميريان شهيدان كړي او هندي ځواكونو په باندي پوره كښې كېمياوي وسلې كارولې ۔ ډاكټر محمد فېصل ووئيل كېمياوي وسلې كارول د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ پاكستان په كشميريانو د هندي ظلم غندنه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د افغانستان پاكستان اېكشن پلان له مخې اقدامات شوي او د اېكشن پلان راتلونكې غونډه به په اسلام آباد كښې كېږي۔