اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي)د اط??اعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري وئيلي دي پي آئي اے ٬ پاکستان اسټیل مل، پي ټي وي، راډيو پاكستان او د رېلوے غوندې ادارې د تېرو 5 كالو راهسې په لس كهربه زيان روانې دي٬ د مسلم لیګ (ن) لارښود مشاهد اﷲ خان درې وروڼه پي آئي اے كښې لوډر بهرتي شوې٬ د چا زړه آزارول مقصد نه دے ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د خبرو په مهال وفاقي وزير ووئيل په پي آئي اے كښې 14 زره 800 ملازمان كار كوي ٬ او په كال 2017 كښې پي آئي اے 45 اربه زيان كړے چې ټول حجم ئې 356 اربه روپۍ جوړېږي ۔ ده ووئيل د سټيل ملز 17 زره ملازمان دي او زيان ئې 200 اربه روپۍ دے ٬ د پي ټي وي لس زره ملازمان دي او زيان ئې 10 اربه روپو نه زيات دے٬ دغسې راډيو پاكستان د 5 اربه 65 كروړه روپو په زيان چلېږي او آمدن ئې 45 كروړه روپ?? دے ۔ ده ووئيل پاكستان رېلوے 78 زره ملازمان لري او زيان ئې 147 اربه روپ?? دے۔ ده ووئيل په يو انګليسي ورځپانئ كښې دا خبره خپور شوې چې د مسلم ليګ (ن) لارښود مشاهد الله خان درې وروڼه مجاهدالله خان٬ راشدالله خان او ساجد الله خان په پي آئي اے كښې د لوډر په توګه بهرتي شوې ۔ ده ووئيل د چا زړه آزارول مقصد نه دے كه د چا زړه آزار شوې وي نو بخښنه غواړم خو زما ګذارشات دې هم واورېدلې شي او د دې نه پس پرېكړه وكړۍ چې بخښنه غوښتل ماله ??كا?? ده يا بل چا له ۔ د دې نه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن د پرله پسې اصرار باوجود د اط??اعات ??زير سناتور مشاهدالله خان څخه د بخښنې نه غوښتلو په سوب غونډه 15 دقيقو لپاره معطل كړه۔ د غونډې په مهال چې د اط??اعات ??فاقي وزير څنګه ايوان كښې خبرې پېل كړې نو د سېنېټ چيئرمېن د وېنا نه منع كولو سره ووئيل وړومبې د سناتور مشاهدالله خان څخه بخښنه وغواړه نو بيا به خبرې كوي۔ دغسې وفاقي وزير پخپل موقف وړاندې كولو زور رواړو چې وړومبۍ زما خبره واورۍ بيا كه بخښنه غوښتل چا له ??كا?? وي ھغه به وغواړي خو د سېنېټ چیئرمېن ھغ?? د ??ېنا نه منع كړو او بيا بيا ئې ووئيل چې وفاقي وزير دې بخښنه وغواړي۔ په د