ملګري ملتونه ۔ 27 ستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73 مې غونډې په مهال د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او خارجه چارو لپاره د ار??پا??ي ائتلاف استازي فيډريكا موګيريني ترمينځھ ملاقات وشو كوم كښې چې د پاكستان او ار??پا??ي ائتلاف ترمينځه د مرستې مضبوطولو په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو د پاكستان او ار??پا??ي ائتلاف ترمينځھ د تجارت په لړ كښې د جی اېس پی پلس سټېټس په مثبت اثراتو خبرې وكړو۔ د سرکاری ذريعو لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه پاكستان ته د جي اېس پي پلس درجه به كال 2013ﺀ كښې ترلاسه شوې وه چې په نتيجه كښې ئې ار??پا??ي ائتلاف ته برآمداتو كښې پاكستان ته ډيوټي فري اسانۍ په لاس راغلې وې۔ دواړو لارښودو تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ ا??ن ٬ سلامتيا او د پرمختګ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا مضبوطولو اتفاق وكړو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ددې عزم پخلې وكړو چې افغانستان كښې د پائيدار امن يوازنۍ لاره د ځائي مشرتابه په مشرۍ كښې د امن عمل دے او افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په شمول د ټولو منطقې او ټولو په ګټه دې۔ خارجه وزير په دې مهال فیډریکا موګیرینی ته پاک ای یو سټرېټجک ډائیلاګ كښې ګډون كولو له نومبر كښې د پاكستان دورې بلنه هم وركړه