اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر و??ان?? ډاكتر محمد فېصل وئېلي دي پاكستان د منطقې هغه يوازنې هېواد دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ وكړو او خپله خاوره يې د ترهه ګرو څخه په مكمله توګه پاكه كړه٬هند په مقبوضه كشمير كښې د ظملونو انتها كړې٬په مهذبه ټولنو كښې د دې ډول ظلمونو هېڅ تصور نشته٬بايد نړيواله ټولنه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو او د ظلمونو نوټس واخلي٬د افغان اولس مشر اشرف غني د امن وژن هركلي كوو٬په افغانستان كښې د داعش زيات شوي فعاليتونه د پاكستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دي٬په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان او امريكې شريك مقصد دې۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې د خارجه دفتر و??ان?? ووئي?? پاكستان هند سر?? ټولې معاملې د خبرو د لارې حل كولو ته چمتو دے۔و??ان?? ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه بې شمېره مسئلې شته او د مذاكراتو عمل ځنډ سر?? مخ دے۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د انساني همدردۍ له مخې په ز??دا??ونو كښې بند د 70كلونو نه زياتو او د پاكستان په تجويز د 60 كالو د عمر نه زيات او د اتلس كلونو د كم عمره بنديانو د تبادلې تجويزونه د خېرسګالۍ د جزبې يوه ھڅه ده كه دا كاميابه شي نو بيا مونږ د مذاكراتو په پلو پرمختګ كولې شو۔و??ان?? ووئي?? پاكستان ټولې مسئلې د خبرو د لارې حل كولو ته تيار دے خو هند كله هم د پاكستان د وړاندېز مثبت ځواب نه دې وركړې۔و??ان?? ووئيل د بنديوانو تبادلې سر?? به د دواړو هېوادونو ترمينځه كړكېچ كم شي۔و??ان?? ووئي?? پاكستان د مارچ په 26مه او 27مه نېټه په تاشقند كښې د افغانستان په اړه د كېدونكي نړيوال كنفرنس هركلې كوي۔و??ان?? ووئي?? پاكستان د افغانستان تر ټولو لويه درآمدي منډي ده۔افغان سوداګرو ته آسانې وركول د پاكستان ترجيح ده۔ده ووئي?? پاكستان د تجارت اضافې لپاره افغانستان سر?? كراسنګ پوائنټونه زيات كړي۔تېر كال د خرلاچۍ او سږ كال د غلام خان كراسنګ پوائنټ پرانستل شوې۔دې سر?? به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت لا زيات شي۔