اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي محمد نواز شريف چې د ووټ د تقدس او د عدل بحالولو د تحريك كومه وعده كړی وه د هغې تحريك د كاميابۍ اولنې زيرې د لودهراں د ټاكنو ګته ده٬د پاكستان اولس نواز شريف سره ولاړ دے او ټول پاكستان دا ويني چې نااهليت څنګه په اهليت بدلېږي٬لودهراں كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)كاميابي د هغه وعدو په سوب ےامخې ته شوې كومې چې نواز شريف او پاكستان مسلم ليګ(ن)په كال 2013 كښې اولس سره ??ړې وې٬دا كاميابي د هغې نتيجه ده٬ د لوے څښتن په فضل او د پاكستان مسلم ليګ(ن)محنت سره د كال 2018 ټاكنو اولنے عكس د لودهراں څخه رامخې ته شوے ٬پھ دې خبره پوهېدل پكار دي چې د پاكستان اولس به ووټ چاله وركوي٬سي پېك راوړونكي له يا كنټينر جوړونكې له ٬د ترهه ګرۍ ختمونكي له يا په پارلمان بريد كونكي له٬پاكستان د ديواليه كېدو څخه بچ كونكې له دا د اقتصادي پرمختګ په لاره روانونكي له يا د اېم او يو څخه د برېښنا پیدا كونكي له٬دا فرق پاكستاني اولس ته معلوم شوې ځكه په لودهراں كښې پاكستان مسلم ليګ(ن)ته كاميابي ترلاسه شوې۔د نهې په ورځ احتساب عدالت څخه بهر مېډيا سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د لودهراں اولس له مب??رك?? وركوم٬دوي په (ن)ليګ د باور څرګندونه كولو سره دا پېغام ور??ړې چې د پاكستان اولس د اړي ګړي ٬ فسا?? او دروغو سياست رد كړې٬اوس به ووټ يوازې د كاركردګۍ په بنياد وركړے كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب دوهمې وزيرې ووئيل اولس مسلم ليګ(ن)ته ووټ ځكه ور??ړې چې دوي د مسلم ليګ(ن)څو??ره حكومتونه كتلې او نواز شريف چې كله هم وزيراعظم پاتې شوې هغه پاكستاني اولس سره ??ړې وعدې پاللې دي۔ د اطلاعات وزيرې زياته كړه پي ټي آئي وئېلې وو هغه خېبرپښتونخوا كښې اېم او يو څخه برېښنا جوړوي٬هغه په كال 2013 كښې وئېلي وو چې خېبرپښتونخوا كښې به دو??ره برېښنا پیدا كړو چې ټول هېواد له به يې وركړو٬نن ټول پاكستان ويني چې د دوي د برخې برېښنا هم د پنجاب حكومت او وفاقي حكومت جوړه كړی۔ مريم اورنګزېب ووئېل پاكستانے اولس دا ويني چې ټاكلې وزيراعظم كور ته لېږلې شي او دغسې د پاكستان ?? اولس د ووټ تقدس له مينځه وړلې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل پرله پسې پېشۍ روانې دي او پرله پسې ضمني ريفرنسز راروان دي ولې څه هم نه ترلاسه كېږي۔دې ووئيل د جے آئي ټي په راپور كښې د ور??ړې شوو شواهدو ثبوتونه لټولې شي۔دوهمې وزيرې ووئيل بل اړخه ته د پاكستان اولس دا پريكړه كوي چې ورسره نااهليت په اهليت بدلېږي