اسلام آباد ۔ 4 دسمبر(اے پی پی) سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ ګوند (سي ډي ډبليو پي) د 19.2 اربه روپو په مصرف د 17 بېلو منصوبو منظوري وركړې ده ۔ د 51.27 اربه روپو په مصرف 7 سترې منصوبې لا منظورۍ له د اقتصادي كونسل انتظامي كمېټۍ ته ولېږلې شوې۔ د سی ډی ډبلیو پی غونډه د ګل په ورځ د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې وفاقي او د صوبائي حكومتونو مشرانو چارواكو هم ګډون وكړو۔ غونډه كښې منظورۍ لپاره د وړاندې كړو منصوبو تعلق د توان ، اوبو ٬ ټرانسپورټ ٬ مواصلات ٬ فزیکل پلاننګ، روغتيا ٬ سائنس او ټېکنالوجی، كلتور ٬ لوبو او د سېلګرۍ سره دے۔ د 18.6 اربه روپو په لګښت د توان منصوبې ٬ د 5.8 اربه روپو په لګښت د آبي وسائلو منصوبې٬ د 24.2 اربه روپو په مصرف د ټرانسپورټ او مواصلات منصوبې ٬ د 12.2 اربه روپو د سائنس او ټېكنالوجۍ منصوبې ، د 8.3 اربه روپو د روغتيا منصوبې ٬ د 3.8 اربه روپو د خوراك او كركيلې منصوبې٬ د 66.35 ملین روپو فزیکل پلاننګ منصوبې او د 592 ملینه روپو د كلتور ٬ سېلګرۍ او لوبو منصوبې غونډې ته وړاندې كړې شوې۔ د توان په اړه د 11533 ملينه او د 4339.05 ملینه روپو په مصرف 2 منصوبې منظورۍ لپاره ايكنك ته ولېږلې شوي۔ ټرانسپورټ او د مواصلات درې منصوبې هم منظور كړې شوې او دوه اېكنك ته ولېږلې شوې۔ د منظورو شوو منصوبو مجموعي لګښت 3781.47 ملینه روپۍ دي۔د فزیکل پلاننګ او هاؤسنګ په اړه د درېو منصوبو منظوري وركړې شوه۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ 10 منصوبې منظورۍ لپاره وړاندې كطړې شوې چې پكښې د 9 منظوري وركړې شوه۔ د دې منصوبو د مجموعي لګښت اندازه 12275.09 ملینه روپۍ ده۔ د خوراك او كركيلې څانګې منصوبه ګوادر لسبېله سپورټ پراجېکټ اېکنک ته لېږلې شوې۔ د روغتيا دوو منصوبو كښې د يوې منظوري وركړې شوې او دوهمه اېكنك ته ولېږلې شوه۔ د سي ډي ډبليو په غونډه كښې د كلتور ٬ لوبو او سېلګرۍ د 591.88 ملین روپو منصوبې منظورې كړې شوې