اسلام آباد 10 اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دې پاکستان د رنځونو او معذورو مخنيوي لپاره ډبليو اې?? او سره په ګډه د كار كولو خوښي لري٬ د صحت په اړه پائيداره پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو لپاره د صحت په قامي وژن له كار كوو ۔ وزيراعظم دا خبرې د ډبلیو اې?? او ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېدروس اېډهينوم ګېبريواوسس سره په خبرو كښې وكړې چا چې خپل پلاوي سره د نهې په ورځ شاهد خاقان عباسي سره وزيراعظم هاٶس كښې وليدل ۔ وزیراعظم پلاوي ته ووئيل ??اكستان په تېرو څلورو كالو كښې د صحت په اړه مهم اصلاحات كړې او ?? وزيراعظم قامي صحت پروګرام ئې پېل كړې چې له مخې ئې د ټولنې بې وزله طبقې ته د صحت ويړيا اسانۍ وركولې شي كوم چې تاريخي اقدام دے۔ وزیراعظم د دارواګونو ښه رېګولېټري نظام ٬ د داروګانو باركوډنګ ٬ ډرګ ټېسټنګ او ?? نړيوال معيار له مخې څارنې او ماشومانو لپاره حفاظتي واكسين پروګرام كښې پياوړې ښه والي نه پلاوي خبر كړو۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې پاكستان د پوليو بشپړه خاتمې عزم لري او په دې لړ كښې ئې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې چې اعتراف ئې اعلٰې نړيوال ټېكنيكل فورمونه هم كوي۔ د ډبلیو اې?? او ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېدروس اېډهينوم ګېبريواوسس د ادارې د 64 سيمه ايزې كمېټۍ په كوربتوب كولو د وزيراعظم او ?? پاكستان د حكومت مننه وكړه۔ د يادونې وړ ده د ډبلیو اې?? او 64مه سيمه ايزې كمېټۍ غونډه د 9م اكتوبر نه تر 12 اكتوبر په اسلام آباد كښې كېږي۔ ده ووئيل ډبليو اې?? او د صحت په اړه اصلاحاتو كښې هدفونه ترلاسه كولو له د پاكستان زياته مرسته كول غواړي۔ په دې موقع سائره افضل تارړ٬ د ډبليو اې?? او استازي او ?? صحت سينئر چارواكي هم موجود وو۔(وا/ض ض/ګ ل/1945)