اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پ??كس??ان او اروپائي ائتلاف ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې زياتولو ته اړتيا ده ٬ پ??كس??ان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔ده دا خبره په پ??كس??ان كښې د اروپائي ائتلاف سفير فرانسكوئس كاټين سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې پھ ورځ ??ه سره خارجه دفتر كښې ليدلي وو۔وياند له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو بحث وشو٬پ??كس??ان د اروپائي ائتلاف اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔خارجه وزير د روغتيا٬تعليم٬كركيلې٬سېلګرۍ٬بشري حقونو٬قامي سلامتيا او د كرپشن مخ نيوي پشمول په بېلو څانګو كښې ښه والي له حكومتي ايجنډا رامخې ته كړه۔ده ووئيل د پ??كس??ان او اروپاﺀ ائتلاف ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرسته لا زياتولو او به خاص توګه د جي اېس پي پلس سكيم څخه بشپړه استفادې ته اړتيا ده۔خارجه وزير دوه اړخيزه اړيكو او اولسي رابطو ته په وده وركولو كښې اروپائي هېوادونو كښې د مېشته پ??كس??انيانو كردار وستائېلو۔ده ووئيل حكومت سږ كال ضمني ټاكنو كښې په وړومبي ځل سمندر پورې پ??كس??انيانو له د اليكټرانك ووټنګ حق وركړې۔د سيمه ايز صورتحال په حقله خارجه وزير ووئيل پ??كس??ان په افغانستان كښې امن او استحكام له چمتو دے۔ده ووئيل د اروپائي ائتلاف اعلٰی چارواكو سره د سږ كال په آخر كښې جنيوا كښې د افغانستان په اړه كېدونكي كنفرنس كښې ملاقاتونو ته سترګې په لار يو۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل او برتانيې آر پارټيز پارليمنټري كشمير ډلې د اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د راپور حواله وركولو سره خارجه وزير د اروپائي ائتلاف په سفير زور راوړو چې په صورتحال قابو موندلو لپاره د بشري حقونو په اړه خپل اعلٰی معيار په ځاې وساتي۔