اسلام آباد ۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف پارلماني ??ړو وئيلي دي د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل حكومت بدعنوانۍ ختمولو له ښكاره سوچ سره مخ په وړاندې روان دے۔ وزيراعظم د مصلحتونو نه لرې په سپېځلي احتساب باور لري۔ د سعودی عربستان لخوا د مالي پېكج مطلب دا نه دے چې كومه اېن آر او به كولې شي۔ وزیراعظم عمرا?? خان به هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو مشن مستقل مزاجۍ سره ترسره كوي۔ ادارو څخه د بدعنوانۍ ختمول او دا مضبوطې جوړول د عمرا?? خان وژن دے۔ نېب په فعاله ډول د بدعنوانۍ ختمولو له ګامونه پورته كوي چې ورسره هېواد كښې د بدعنوانۍ شرح كښې پرله پسې كمې رامخې ته كېږي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دوئي د زيارت په ورځ اے پي پي سره خاص خبرو كښې وكړه۔ د هاؤسنګ اېنډ وركس پارلماني ??ېكتر تاشفين صفدر ووئيل عمرا?? خان د بدعنوانۍ ختمولو له مستقل مزاجۍ سره كار كوي۔ دې غواړې چې ادارو څخه بدعنواني ??تمولو سره دا مضبوطې جوړې كړې شي۔ ده و??ئيل عمرا?? خان هېواد څخه دقرضې ختمولو هم سوچ لري۔ دې آئي اېم اېف ته تلو څخه ډډه كوي۔مونږ ته د سعودي عربستان نه غوره مالي پېكج ترلاسه شوې دې۔ ده و??ئيل مونږ به په سپېځلي ډول د اولس د ګټې په منصوبو پېسه مصرف كوو۔ ده و??ئيل نېب د كومې سياسي لاس وهنې نه لرې په آزاده توګه كار كوي۔ نېب په سپېځلي ډول د احتساب په پالېسۍ عمل كوي۔ ده و??ئيل د نړيوال اقتصادي فورم په اوسني ??اپور كښې د پاكستان په درجه بندۍ كښې ښه والې د نېب د پياوړې كاركردګۍ عكاسي كوي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات پارلماني ??ېكترې كنول شوزب ووئيل د بد عنوانۍ ختمولو له د وزیراعظم عمرا?? خان دريځ ښكاره دے دې په سپېځلي احتساب باور لري۔ عمرا?? خان به د اولس پېسه غلا كوؤنكي نه پرېږدي۔ دې ووئيل د قانون حكمرانۍ سره به په ټېكس غلا او بدعنوانۍ قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې عندليب عباس ووئيل چې سعودي عربستان سره د مالي لوظنامې مطلب دا نه دے چې كومه اېن آر او به كولې شي۔ دې ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل حكومت بدعنوانۍ ختمولو له ښكاره سوچ سره مخ په وړاندې روان دے۔دې ووئيل د تېرو دوه كلونو نه نېب او عدليه په فعاله توګه كار كوي۔ دې ووئيل د بدعنوانۍ مخنيوي عمل نګراني كوؤنكو قومي او نړيوالو ادارو پاكستان كښې بدعنوانۍ كښې د كمي اعتراف كړې دې۔ دې ووئيل د نړيوال اقتصادي فورم اوسنۍ درجه بندۍ كښې د پاكستان درجه بندۍ كښې ښكاره پياوړتيا رامخې ته شوې ده۔ دې سره د دې خبرې څرګندونه كېږي چې نېب د بدعنوانۍ مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كوي۔