ریاض ۔23اکتوبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان او هن?? ترمينځھ امن ډېر مهم دے ??غسې چې د دواړو هېوادونو وسائل ?? وسلې زغل په ځائې بشري پرمختګ له وكارولې شي۔ وزيراعظم دا خبره رياض كښې د نوموړو كاروباري لارښودو او سرمايه كارو نړيوال كنفرنس كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ د روانې مياشتې 23 مې نېټه څخه تر 25 اکتوبر رياض كښې ’’ سباؤن كښې د سرمايه كارۍ موقعې‘‘ په سرخط روان كنفرنس كښې د پوښتنو دمې په مهال خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل هن?? سره امن نه يوازې پاكستان بلكې هن?? لپاره هم ډېر مهم دے۔ ده ووئيل د سرمايې رخ بايد بشري وسائلو پلو كړې شي ٬ كوم چې د وسلې په غېر پېداواري زغل ضائع كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم منصب سنبالولو نه وروستو ما هن?? ته د امن او ملګرتيا لاس وړاندې كړې ؤ ولې دا خبره د افسوس وړ ده چې د هن?? لخوا مثبت ځواب ترلاسه نه شو۔ عمران خان ووئيل زما خيال دے چې هن?? كښې ټول ټاكنې كېدونكي دي او د بده مر??ه د پاكستان په ضد د بيانونو سبب دا ټول ټاكنې دي۔ ده ووئيل اوس مونږ د ټول ټاكنو انتظار كوو او هن?? څخه د امن مذاكراتو بحالۍ هيله لرو۔ عمران خان ووئيل افغانستان كښې امن پاكستان لپاره مهم دے۔ ده افغانستان كښې د امن ګامونو ملاتړ لپاره د خپل حكومت د لوظ پخلے وكړو۔ عمران خان ووئيل پاكستان كښې ټولې ډلې په يوه خله دي چې امن او استحكام سره به بهرنۍ سرمايه كاري پاكستان ته راشي او بې وزلي به كمه شي او زلمو ته به د روزګار موقعې وركول باوري شي۔